
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییس عتیقالله نصرت نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، د افغانستان او امریکا د سوداګرۍ خونې ګډه یوه ورځنۍ غونډه لري چې په افغانستان کې به د پانګونې او صادراتي توکیو په اړه پهکې معلومات وړاندې شي.
د نوموړي په وینا، د یادې غونډې د جوړېدو موخه یې په افغانستان کې د امریکا او افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې د غړیو هڅول دي.
نصرت وايي، که څه هم د سیمې هېوادونو په پرتله امریکا ته د افغانستان صادرات کم دي، خو په وینا یې چې د هوايي کارګو له جوړېدو راهیسې یې کچه له ۱۵ تر ۲۰ سلنې ډېره شوې ده.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې د رییس په وینا، ګران بیه کرنیز محصولات لکه زغعفران او وچه مېوه د ترکېش ایرلاین په وسیله ټولې نړۍ ته چې امریکا هم پهکې ده، د ترکیې او دوبۍ له لارې صادرېږي.
عتیقالله نصرت وايي، د افغانستان او امریکا د سوداګرۍ ګډې خونې ۱۴مه غونډه به په اپرېل میاشتې کې په واشنګټن کې جوړه شي.
په همدې حال کې د افغانستان او امریکا د ګډې سوداګرۍ خونې اجرایوي رییس جیفري ګریکو د افغانستان او امریکا ترمنځ د راکړې ورکړې د ډېروالي خبر ورکوي.
له نږدې نیمې نړۍ سره د افغانستان د هوايي دهلیزونو پرانیستنه
د بلخ او اروپايي هېوادونو ترمنځ هوايي دهلېز جوړېږي
افغانستان سعودي ته د هوايي دهلیز له لارې د زعفرانو لومړی بار استوي
د کابل ـ ډهلي نوی هوايي سوداګریز دهلیز پرانستل شو

د نوموړي په وینا، که څه هم د افغانستان په اقتصادي مارکېټ کې د خصوصي سکټور له لارې پانګونه شوې، خو دوی غواړي کچې یې نوره هم زیاته کړي.
ګریکو زیاتوي، امریکايي شرکتونه به په راتلونکي یونیم کال کې په افغانستان کې د انټرنېټ د پراختیا په برخه کې له سل میلیونه ډالرو ډېره پانګونه وکړي.
د افغانستان او امریکا د سوداګرۍ ګډه خونه په کال کې یو ځل غونډه جوړوي چې سږنۍ یې ۱۴مه هغه ده او په امریکا کې به جوړه شي او نننۍ غونډه هم د هغو لړۍ ده چې هر کال په امریکا کې جوړېږي او دواړه لوري پهکې شته فرصتونه، لاستهراووړنې او ستونزې ارزوي.





