خصوصي سکټور د سولې په اړه طرحه وړاندې کوي

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونې د یو شمېر نورو ولایتونو د سوداګرۍ خونو سره په ګډه د سولې خبرو په تړاو د خصوصي سکتور د اندېښنو او وړاندیزونو په اړه په یوې طرحې کار پیل کړی.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان‌جان الکوزی وايي، دې طرحه کې به خپل وړاندیزونه، اندېښنې او دوی ته د کاري اسانتیاوو برابرولو او د اقتصادي پیاوړتیا په برخه کې موارد په ګوته کړي.

ښاغلي الکوزي وویل، دغه طرحه به له چمتو کولو وروسته حکومت، طالبانو، د سولې عالي شورا او مشورتي لویې جرګې ته وړاندې کړي.

د هغه په وینا، دې طرحه کې به د سوداګرو لومړنۍ غوښتنه دا وي، که سوله راځي؛ نو باید پانګونې ته فرصتونه برابر او تضمین شي.

«دوی دا وړاندیزونه د سره خط په توګه په منظم ډول د سولی شورا، لویې جرګې، ولسمشر او مخالفینو ته وړاندې کوي.

پر همدې مهال د ښځو د سوداګرۍ او صنایع خونې مشره منیژه واقف اندېښنه څرګندوي، چې د طالبانو په راتلو سره به د ښځو له‌پاره د فعالیت زمینه تنګه شي.

هغې وویل، اوسمهال مېرمنې د شاوخوا ۱۱۵۰ بېلابېلو تولیدي او نورو شرکتونو مشري کوي او له ۷ میلیونو ډېره پانګه لري چې په‌دې توګه یې څه باندې ۷۵ زرو کسانو ته کاري فرصتونه برابر کړي‌دي.

د مېرمن واقف په وینا، دوی په خپلواکه توګه فعالیتونه او ولایتونو ته سفرونه هم کوي چې د طالبانو له راتللو وروسته د دغو مواردو د تضمین غوښتنه کوي.

دغه راز د سولې عالي شورا د دارالانشا مشر محمد عمرداودزي وویل، د نورو بنسټونو او وګړیو په څېر خصوصي سکتور هم حق لری چې د سولې په اړه مشورتي لویې جرګې او د سولې خبرو کې فعاله ونډه ولري او خپل وړاندیزونه، طرحې او اندېښنې وړاندی کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام