
د کابل د منډيي یو شمېر هټۍوال وايي، نن سهار د میلاد په نوم یوه سوداګریز مارکېټ کې چې پلاستیکي توکي او بوټونه پهکې پلورل کېدل، اور اخیستی دی.
اور وژونکې ډلې د پېښې ځای ته رسېدلي او د مهارولو په لټه کې یې دي.
هټۍوال وايي، اوروژونکې ډلې په ښار کې د ټرافيکي ستونزو له کبله پر وخت نهدي ور رسېدلې او همدا لامل دی چې اور یوه بل سوداګریز مارکېټ ته هم خپور شوی دی.
تر اوسه د اورلګېدنې د لامل او خلکو ته یې د اوښتو زیانونو په اړه دقیق معلومات نهشته.





