په هېواد کې د انټرنټ بیې ۲۰ سلنه را کمېږي

د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژۍ وزارت چارواکيو نن سه‌شنبې د (فېبروري پر ۷مه) په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې د روانې میاشتې له ۸ مې نېټې وروسته به د هغه انټرنټ په بیو کې ۲۰ سلنه کموالی راشي، چې له ګاونډيو هېوادونو نه یې راواردوي.

په افغانستان کې د مخابراتي خدماتو د تنظيم د ادارې بورډ رييس محمد نجیب عزیزي وايي، د افغان ټيلې‌کام د دولتي مخابراتي شبکې له لوري چې په هېواد کې نورو شبکو ته انټرنټي خدمات ورکول کېږي؛ د هغوی په نرخ کې به هم ۲۰ سلنه کموالی راولي.

عزیزي زیاته کړه، که په هېواد کې د انترنټ بیې را ټيټې شي؛ تر راتلونکیو څلورو کلونو به شاوخوا ۱۵ میليونه خلک له دې شبکې برخمن شي.

د دې وزارت د مخابراتي خدماتو د تنظيم ادارې بورډ رييس پر وینا، که چېرې د انټرنټي خدماتو په برخه کې خلک له ستونزو سره مخ وي؛ کولی شي په ۹۹۹ او ۹۹۸ خپل شکایتونو ثبت کړي، چې دوی یې د شکایتونو په اړه پلټنې وکړي.

افغانستان ته د فایبر نوري انټرنټ له پاکستان، ایران او قزاقستان هېوادونو ورادېږي، چې له پاکستان یو «ایم بي» انټرنټ د ۱۲۰ ډالرو په ارزښت، له ایرانه په ۱۸۰ ډالرو ارزښت او له قزاقستان بیا په ۳۳۶ ډالرو ارزښت اخېستل کېد، چې له دې وروسته به په دې بیو کې ۲۰ سلنه کم والی راشي او له پاکستان به یو «ایم بي» انترنټ ۹۶، له ایران په ۱۴۴ او له قزاقستانه په ۲۶۸ ډالرو وارد شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام