د لاجوردو لار؛ د محصولاتي صادراتو کاروان بېرته را ورسېد

ولسمشر غني ۲ میاشتې وړاندې د ګډو ګټو هېوادونو د استازیو په موجودیت کې د لاجوردو سوداګریزه لار پرانستله او هماغې ورځ ۹ باروړونکي موټر چې د افغانستان تولیدي محصولات په‌کې بار وو له همدې لارې اروپا ته ولېږل شول.

هغه کاروان چې د افغانستان صادراتي محصولات یې اروپا ته وړي وو، اوس بېرته هېواد ته را ورسېد.

د هرات ولایت د ټرانسپورټ رییس یونس رهنورد که څه هم د یادې لارې پرانستې ته خوښ دی، خو وايي، موټرچلوونکي پر یاده لار له ستونزو سره مخ شوي دي.

نوموړی ټرانزیټي سېسټم «تیر»، ګمرکي ستونزې، د موټرو ډوه پلېټونه هغه ستونزې یادو:ي چې موټرچلوونکي د لارې په اوږدو کې ورسره مخ شوي، خو وايي، د حل لپاره یې هڅې روانې دي.

رهنورد زیاتوي، د افغانستان د موټرو کاروان ۱۸۰ ټنه کرنیز محصولات چې د ورېښمو تار، کنجد او د هېنډوانې تخم په‌کې شامل وو، اروپا ته یووړل او له هغې خوا یې غوړي، سولري بطرۍ او درمل راوړي دي.

ولسمشر غني د لاجوردو لار پرانېسته

د لاجوردو لارې د هوکړه‌لیک د غړیو هېوادونو د کارپوهانو دویمه غونډه

غني: د لاجوردو لاره د خلاصېدو په حال کې ده

په همدې حال کې د هرات والي عبدالقیوم رحیمي وايي، د لاجوردو لارې ستونزې په نښه شوي او د حل لپاره یې هم هڅې روانې دي.

د یادونې ده چې د لاجوردو سوداګریزه لار له افغانستانه پیل شوې او له ترکمنستان، اذربایجان، ګرجستان او ترکیې نه په تېرېدو له اروپا سره نښلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام