
د عامې روغتیا وزارت او د المان پراختیايي بانک مسوولانو نن په کابل کې د ۱،۶ میلیونه ډالرو وړیا مرستې هوکړهلیک لاسلیک کړ.
د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فېروزالدین فېروز وايي، دغه طبي وسایل به په څلورو میاشتو کې افغانستان او بیا بلخ ته ولېږدول شي چې په وسیله به یې په بلخ کې د ابو عليسینا بلخي ۳۶۰ بستریز روغتون لهپاره طبي وسایل وپېرل شي.
المان تر دې وړاندې هم د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ناروغۍ له منځه وړلو په موخه له افغانستان سره ۱۰ میلیونه یورو مرسته کړې وه.
دغه راز د عامې روغتیا وزارت نن د شهیر په نوم له یوه شرکت سره هم هوکړهلیک لاسلیک کړ چې له مخې به یې یاد شرکت هندوستان ته د تلونکیو افغان ناروغانو لهپاره هر ډول اسانتیاوې برابروي.





