کندوز؛ سېلابونو له ۲ زره جریبه ډېره کرنیزه ځمکه ویجاړه کړې

د کندوز په خان‌اباد ولسوالي کې د ږلۍ او موسمي بارانونو اورېدو او د سېلابونو راوتلو له ۲ زره جریبه ډېره کرنیزه ځمکه ویجاړه او یوشمېر کروندګرو ته یې زیان اړولی دی.

د خان‌اباد یو کرونګر ګل‌محمد وايي چې د وروستیو بارانونو او سېلابونو راوتلو له کبله یې ۵۰ جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه او د غنمو او سبزیو حاصلات یې له منځه تللي دي.

دغه کس چې په وینا یې، هر کال یې د کرکېلې له لارې سلګونه زره افغانۍ عاید درلود، اوس له دولت او مرستندویه بنسټونو غواړي چې له کروندګرو سره مالي مرسته وکړي.

د کندوز د خان‌اباد ولسوال حیات‌الله امیري هم وايي چې سېلابونو د دغې ولسوالي د کرونګرو کرنیز حاصلات او باغونه له منځه وړي دي.

د کندوز د کرنې ریاست د کرنیزو چارو امر عبدالمجید نافظ وايي، یادو سېلابونو هغو کرونګرو ته ډېر زیان اړولی چې سبزۍ کرلې وې.

دغه ریاست وايي چې د کرونګرو د وضعیت ارزولو لپاره یې یو پلاوی خان‌اباد ولسوالي ته استولی او د زیانمنو کروندګرو له سروې وروسته به ورسره مرستې وشي.

خان‌اباد ولسوالي د ابي او للمي کرنیزو ځمکو په لرلو سره د کندوز ولایت د لومړۍ درجې ولسواليو له ډلې ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام