
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت او «آریانا افغان» هوایي شرکت ترمنځ نن دوشنبې د (می پر ۲۲مه) په کابل کې د حاجیانو د لېږد په موخه د ۲۹ میلیونو ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک شو.
غونډې ته د حج او اوقافو وزارت ځایناستي وزیر داعيالحق عابد وویل، چې سږ کال د حاجیانو د لېږد په برخه کې ډېرې هڅې شوېدي او تر ډېره یې د دغه بهیر ستونزې حل کړېدي.
عابد زیاتوي، چې د «آریانا افغان» هوایي شرکت سره د حاجیانو د لېږد په برخه کې د شوي تړون له مخې، دغه هوایي شرکت یو میلیون ډالره تخفیف په پام کې نیولی او تر څنګ یې د حاجیانو ۶۷۵ لارښود ښوونکي هم په وړیا توګه لېږدوي.
د ده پر وینا، د نوي تړون له مخې به د یوه شخص ټکټ ۹۵۰ ډالره وي، چې پخوا به د یو تن ټکټ ۱۴۵۰ ډالره و.

غونډې ته د «آریانا افغان» هوایي شرکت مشر نادر عمر وویل، چې دوی د حاجیانو د لېږد بهیر د ښه ترسره کېدو په موخه جدي پلانونه په پام کې لري او تر ډېره به هڅه وکړي، چې افغان حاجیان پرته له ستونزو ولېږدوي.
عمر همدارنګه زیاته کړه، چې د حاجیانو د لېږد لهپاره له خپلو دوو ۳۱۰ الوتکو کار اخلي؛ خو بیا هم دا الوتکې بسنه نهکوي؛ نو اړ دي، چې له چارتر الوتکو هم ګټنه وکړي.
د دې شرکت مشر دا هم وویل، چې د چارتر الوتکو په برخه کې ورسره ماليې وزارت، پشتني بانګ او افغان ملي بانګ مرسته کوي.
په غونډه کې د حج او اوقافو وزارت چارواکیو وویل، چې سږکال به ۳۰ زره افغان حاجیان د حج د فرضيې د ادا کولو لهپاره حج ته ولېږدوي، چې د نورو کلونو په پرتله پهکې ۶ زره زیاتوالی راغلی.





