
د کندوز د کرنې او اوبو لګولو ریاست مسوولان وايي چې د تېر کال په پرتله سږ کال په دغه ولایت کې د هنډوانو او خټکیو حاصلات ډېر شوي دي.
د دغه ریاست رییس عبدالهادي قرلق وايي، سږ کال په کندوز کې د هنډوانو حاصلات ۷ سلنه او د خټیو هم ۸ سلنه ډېر شوي دي.
د نوموړي په وینا، کرونګرو تېر کال له خپلو ځمکو شاوخوا ۹۲ زره ټنه هنډوانې او ۱۰۰ زره ټنه خټکي واخیستل، خو سږ کال به شاوخوا ۱۰۰ زره ټنه هنډوانې او شاوخوا ۱۱۱ زره ټنه خټکي ټول کړي.
خټکي او هنډوانې د کندوز ولایت مهم کرنیز توکي دي چې نورو ولایتونو ته هم صادرېږي.
په کندوز کې یوشمېر کروندګر وايي چې سږ کال د هنډوانو او خټکیو بیې هم د تېر کال په پرتله لوړې شوې دي.
د دوی په وینا، تېر کال یو من خټکي او هنډوانې د دغه ولایت په بازارونو کې له ۴۰ تر ۵۰ افغانیو پلورل کېدل، خو سږ کال یو من له ۱۰۰ تر ۱۲۰ افغانیو پورې پلورل کېږي.
دغه کروندګر له دولت، په تېره کرنې وزارت نه غواړي چې بهر ته د دوی د حاصلاتو د صادرولو او هلته ورته د بازارموندنې په برخه کې هم اسانتیاوې برابرې کړي.





