له افغانستان سره د امریکا د ۱۰۰ میلیونو ډالرو مرسته

د امریکا متحده ایالاتو نړیوالې پراختیايي ادارې(USAID) د افغانستان له مالیې وزارت سره د ۱۰۰ میلیونو ډالرو مرسته وکړه.

د مالیې وزارت چارواکي وايي، چې دغه پیسې د امریکا متحده ایالاتو د بیارغونې له صندوق څخه په مالي او اداري سیستم کې د سمون راوستلو په پاره افغانستان سره مرسته شوي دي.

دغه سمونونه د ګمرکونو د سیستمونو برېښنايي کېدل، د مالي نظام او تدارکاتو به قانون کې تعدیل راوړل، د مېرمنو په برخه کې د کاري برنامو عملي کول، سوله او امنیت او همدا ډول د ولایتونو د بودیجو جوړول دي.

د مالیې وزیر اکلیل حکیمي نن (دوشنبه) د امریکا متحده ایالاتو نړیوالې پراختیايي ادارې له استازې سره په ګډې غونډې کې وویل، تېره کال امریکې ته د ملي یووالي مشرانو په سفر کې ژمنه کړې وه، چې په ۴۰ حوزو کې به سمونونه رامنځته کوي.

حکیمي وویل، چې افغان حکومت به تر ۲۰۱۸ کال پورې د ټولو هغو مالي مرستو په مقابل کې چې د اصلاحاتو ژمنه یې شوې ده عملي کړي.

د مالیې وزیر په خبره له لسو ټاکل شویو اقتصادي شاخصونو ۵ هغه یې پوره کړي او د روان کال تر پایه به پاتې ۵ نور هم پوره کړي.

د امریکا متحده ایالاتو نړیوالې پراختیايي ادارې استازي ویلیم هامنک په دې غونډه کې وویل، چې امریکا د سمون په اړه د کابل تیار شوي راپور له ارزولو وروسته دغه پيسې د افغانستان ملي بودیجې ته ورکړي دي.

هامنک وايي، افغان حکومت په ټولو هغو ژمنو عمل کړی، چې امریکا ته یې په اړه ژمنه ورکړې وه او په دې موده کې ټاکلو اهدافوته رسېدلي.

د ده په خبره، امریکا ته د ملي یووالي حکومت د مشرانو د تېر کال د سفر په ترڅ کې بارک اوباما د یوې ګډې پراختيايي طرحې په ملاټړ ۸۰۰ میلیونه ډالر یې د عملي کولو له پاره ځانګړي کړل او په دې طرحه کې ۴۰۰ اصلاحاتي برنامې شاملې دي.

د امریکا متحده ایالاتو نړیوالې پراختیايي ادارې ځانګړی استازی وايي، امریکا به د ۲۰۱۸ کال تر پایه پورې د اصلاحاتو په برخه کې له افغان حکومت سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام