
نړیوال بانګ په نوي خپور شوي راپور کې وايي، چې افغانستان په اسیا کې د پانګې اچونې له پاره تر ټولو نا مناسب هېواد دی او په دې هېواد کې د پانګې اچوونکو له پاره هېڅ اسانتیاوې نه شته.
د سوداګرۍ او صناعیو وزارت ویاند مسافر قوقندي د دې خپور شوي راپور په اړه سلام وطندار ته وویل، چې نړیوال بانک په اپریل او جون میاشتو کې په افغانستان کې د پانګې اچونې د وضیعت په اړه معلومات راټول کړي دي؛ په داسې حال کې چې حکومت په څلورو وروستیو میاشتو کې د پانګې اچونې د ډول او د جواز لیکونو د وېشلو په قوانیننو کې د پام وړ اصلاحات راوستي دي.
قوقندي وايي، د روان کال د جون میاشتې را په دې خوا په افغانستان کې د ۱،۲ میلیاردو ډالرو پانګه اچونه شوې، چې د هرې ورځې په تېرېدو سره په قوانینو او نور برخو کې د سمون راوستلو سره حالت د پرمختګ پر لور روان دی.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزی په ځېنو برخو کې د نړیوال بانک راپور پر ځای بولي.
دی وايي، چې جګړه، د پانګه والو مالي او ځاني امنیت نه شتوالی، په دولتي ادارو کې فساد، په اقتصادي نظام کې د زورواکو لاسوهنه، د جواز له منځه وړلو له پاره ډېر وخت او د ملي یووالي حکومت د مشرانو ترمنځ سیاسي اختلافات هغه لاملونه دي، چې په افغانستان کې د پانګه ونې پر وړاندې خنډونه رامنځ ته کوي.
د نړیوال بانک په راپور کې راغلي دي، چې افغانستان د ۱۹۰ هېوادونو ترمنځ د پانګې اچونې په برخه کې ۱۸۳ ځای لري او په اسیا کې د پانګې اچونې له پاره یو نامناسب هېواد دی.





