
نن سهار شاوخوا اووه بجې د کابل ښار د منډيي په میلاد مارکېټ کې چې بوټان پهکې پلورل کېدل، اور ولګېد چې اوروژونکیو ډلو تر اوو ساعتونو وروسته مهار مړ کړ.
د کابل د امنیې قومانداني ویاند بصیر مجاهد وايي، اور لومړی د یاد مارکېت په دویم پوړ کې ولګېد چې وروسته تر پنځم پوړه ورسېد او د اوروژنې ډله د پېښې له رامنځتهکېدو سره سمه ور ورسېده او هڅه یې وکړه چې نورو مارکېټونو ته ترې خپور نهشي.
د نوموړي په وینا، په یاد مارکېټ کې تر ۳ سوو ډېرې هټۍ دي چې تراوسه د سوځېدلیو هغو کره شمېر مالوم نهدی.
په همدې حال کې د لومړۍ ناحیې د هټۍوالو ټولنې رییس خواجه معصوم وايي، د اورلګېدنې اصلي لامل مالوم نهدی، خو لومړی یوه عادي مېز اور اخیستی او وروسته خپور شوی دی.
د میلاد مارکېټ یو هټۍوال لاجورد وايي، یوه یې خپله هټۍ، بله یې د ورور او درېیمه یې هم د کاکا د زوی هټۍ سوځېدلې دي او تراوسه نه پوهېږي چې لامل یې څه و.
بلهخوا امنیتي ادارې وايي چې د اورلګېدنې پر مهال یې ۱۳ غله هم نیولي دي.
د کورنیو چارو وزارت په یوې خپرې کړې خبرپاڼې کې لیکلي، د لومړۍ حوزې پولیسو هغه دوه غله نیولي چې د منډیي له یوه هټۍوال نه یې ۱۰ میلیونه پاکستانۍ کلدارې غلا کړې وې او پیسې یې هم بېرته خپل خاوند ته سپارلې دي.
په تېرو اوو کلونو کې دا درېیمه درنه اورلګېدنه ده چې د کابل ښار په منډیي کې رامنځته کېږي.

په ۱۳۹۱ کال کې د کابل په منډیي کې شهزاده سرای ته څېرمه د ټوکرو یو مارکېټ هم وسوځېد چې مالیې وزارت له هغه وروسته د اورلګېدنې بیمه جبري کړه.
دوه کاله وړاندې هم په دغه ځای کې د بوټانو یو مارکېټ په بشپړه توګه سوځېدلی و.





