د “تير” په سازمان کې د افغانستان غړيتوب د تعلیق خبرداری

د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت مرستیال جارالله منصوري خبرداری ورکوي، چې د ترانسپورټ او لېږد را لېږد نړېوال " تير" سازمان کې به د افغانستان غړيتوب یو وار بیا د تعلیق ته راشي.

هغه د يوې غونډې پر مهال زیاته کړې، چې که افغانستان د دغه سازمان غړيتوب له لاسه ورکړي او يا هم تعلیق شي، نو د بیا غړيتوب تر لاسه کولو له پاره به يې زیات وخت په بر کې ونیسي.

د تېر نړېوال سازمان د خپل غړو هېوادونو له پاره ځينې تجارتي اسانتیاوې برابرې کړي، خو غړي هېوادونه يې باید د دغه سازمان د اصولو او معیارونو مطابق کړنې ترسره کړي.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند مرستیال د (آې، آر، يو) نړېوالې اتحاديې څخه غوښتنه وکړه، چې د تېر سيستم د عملي کولو له پاره د افغانستان ظرفیت وڅېړي، څو دغه هېواد د تېر سازمان له تجارتي اسانتياوو ګټه واخلي.

افغانستان یو له هغو هېوادونو بلل کيږي، چې د تېر سازمان  د غړيتوب سند يې لاسلیک کړی دی.

خو د تجارت او صنایعو وزیر همایون رسا بیا په دغه دولتي ورکشاپ کې وویل، چې تر اوسه افغانستان د تېر سازمان له دغو اسانتياوو ګټه نه ده پورته کړې.

له بل لوري د سوداګريو خونو د پالیسو مرستيال عبدالقدیر بهمن وايي، چې حکومت  د تېر سازمان د سيسټم عملي کولو ته باید د خپلو کارونو په لومړيتوبونو کې ځای ورکړي.

یاده دې وي، چې افغانستان ۳۲ کاله وړاندې یعنی په ۱۹۷۵ م ز کال کې د ملګرو ملتونو د تېر سازمان غړيتوب تر لاسه کړ، خو په افغانستان کې د ناامنيو له امله په دغه سازمان کې يې غړيتوب د تعلیق حالت کې شو.

خو په ۲۰۱۳ م ز کال کې يې غړيتوب د دویم ځل له پاره فعال شو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام