د بدخشان د سرو زرو او د سرپل د مسو کانونو اېستلو قرارداد

د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکي وايي، د بدخشان د سرو زرو او د سرپل د بلخاب مسو کانونو را اېستلو قراردادونه یې له دوو شرکتونو سره لاسلیک کړي دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي کابل کې د یوې خبري غونډې پرمهال وویل، د دې وزارت سرپرست وزیرې نرګس نهان تېره ورځ د بدخشان د سرو زرو کان قرارداد یې له «ترکېش افغان مایننګ» او د سرپل بلخاب مسو کان قرارداد یې له «افغان ګولډ اېنډ منرالز» شرکتونو سره په امریکا کې لاسلیک شوي دي.

د مطفي په وینا، ترکېش افغان مایننګ شرکت به د سرو زرو کان اېستلو له‌پاره په لومړیو ۳ کلونو کې ۲۲ میلیونه ډالر پانګونه کوي او افغان ګولډ اېنډ منرالز شرکت به د مسو کان اېستلو له‌پاره په لومړیو ۳ کلونو کې ۵۶ میلیونه ډالر پانګونه کوي چې د پام وړ کاري فرصتونه به رامنځ‌ته کړي.

خو پر روڼتیا د څار بنسټ مسوولانو د یادو قراردادونو تر لاسلیکولو مخکې د یوې خبري غونډې پرمهال یاد قراردادونه غیرقانوني بللي وو او دا یې د کانونو چور او نړېواله توطیه یاده کړه.

خو د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند وايي، د دواړو کانونو د داوطلبۍ بهیر قانوني او په بشپړې روڼتیا بشپړ شوی دی.

د راپورونو له مخې، د بدخشان د سرو زرو د بلخاب دد مسو قرارداد مسوده په ۲۰۱۳ کال کې جوړه او په ۲۰۱۴ کې د تایید له‌پاره د وزیرانو شورا ته وړاندې شوه، خو د ملي یووالي حکومت له جوړېدو سره یې پروسه وځنډول شوه چې بالاخره په ۱۳۹۵ ل کال کې عالي اقتصادي شورا رد کړه.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام