.jpg)
د کلیو، پراختیا او بیارغونې وزارت له یو شمېر خصوصي شرکتونو سره د ۶۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۲ پراختیايي پروژو تړونونه لاسلیک کړل.
غونډې ته د کلیو، پراختیا او بیارغونې وزیر نصیر احمد دراني وویل، په دې پروژو کې ۳۲،۵ کیلومتره سړک بیارغونه، د ۵،۸ کیلومتره سړک هوارول او کرېړ اچول او د ۲۲۶ مترو په اوږدوالي د پله جوړول شامل دي.
دراني وویل، هغو خصوصي شرکتونو سره چې د کلیو، پراختیا او بیارغونې وزارت تړونونه لاسلیک کړي، په خپل کار کې معیار او رڼښت په پام کې ونیسي.
نوموړي زیاته کړه، وزارت يې په پام کې لري، ۱۳۹۶ کال کې شاوخوا ۷۹۵ کیلومتره د کلیو سړکونه او ۱۶۹۱ متره پلونو جوړ او په ۳۴ ولایتونو کې د ۴۰۰ کیلو مترو سړکونو ساتنه وکړي.
د کلیو، پراختیا او بیارغونې وزیر وايي، تراوسه یې ۵ زره او ۶۰۰ کیلومتره سړک او ۴ زره او ۹۰۰ متره پلونه په ولایتونو کې جوړ کړي او د کلیو پراختیايي شوراګانو په مرسته له ۴۰۰ کیلومترو د کلیو له سړکونو ساتنه کړې.





