.jpg)
"په زړه مې دا ارمان دی، چې له دې خښتو نه خلاصه شم، مکتب ووایم او ډاکټره شم."
دا د ۱۲ کلنې تاجمینې ارمان دی. هغه چې چاودلي لاسونه، پښې یې په خټو ککړې او لمدې خښتې په ډډه اړوي.
سور رنګه زوړ کمیس ته یې څو ځایه د بدلو ټوټو پیوندونه ایښي دي. په کړنګ ژمي کې بربنډې پښې او په ډنګر وجود د خښتو له پاره خټه اغګي.
د تاجمینې څېره دغربت د یوې دردناکې کیسې ګواهي کوي؛ پلاستیکي زړې څپلۍ یې په څنګ کې پرتې دي او د کور نور غړي یې هېڅ یو بل ته نه ګوري. څوک خښتې اچوي، څوک یې خټه غونډاري کوي او ځینې نور یې د خښتو د قالبونو لاندې زیږه شګه شیندي تر څو وهل شوې خښتې په اسانۍ له خاورو راپورته کړي.
دا د ننګرهار په "سره رود" ولسوالۍ کې د هغې کورنۍ ورځنی ژوند دی، چې د خښتو په بټیو کې کار کوي.
په دې ولسوالۍ کې شاوخوا ۱۰۰ د خښټو بټۍ شته چې تر یونیم زر کورنۍ په کې کار کوي؛ خو دا کار د عادي مزودورۍ په بڼه نه، بلکې کارګرې کورنۍ د بټیو له خاوندانو سره ګرو دي او ژوند یې د غلامانو په څېر تېریږي.
د خښتو په دغو بټيو کې ډېرو کورنیو ځکه دغه ستونزمن کار ته اوږه ورکړې، چې په وینا یې افغان دولت خلکو ته سمه کاري زمینه نه ده برابره کړې؛ نو دوی هم د بټیو له خاوندانو سره د پیسو په بدل کې ګرو دي.

تاجمینه د ژمي په دې سړه هوا کې له خپل پلار، نیکه او دوو کوچنیو ورونو او یوې خور سره یو ځای هره ورځ سهار وختي د خښتو بټیو ته ورځي او تر ماښامه دغلته په خښتو جوړولو بوخته وي.
تاجمینه او کوچنی ورور منصف یې وايي، د پلار مجبورۍ او د خښتو د بټۍ د خاوند پور یې ارمانونه ورتروړلي دي.
دوی وايي، ښوونځي ته تګ یې ارمان دی او هر وخت چې خپل همزولي ښوونځي ته د تللو پرمهال ویني له ځانه سره د خواشینې احساس کوي.
د تاجمینې کورنۍ د نورو ستونزو سربېره مناسب خوراک او څښاک نه کوي، هغه وایی په میاشتو، میاشتو یې هم په کور کې غوښه او مناست خواړه نه پخیږي.
تاجمینه زیاتوي، د ناروغۍ پرمهال پر ځان ځکه سخته تېروي، چې پلار یې د دوی د درملو او د ډاکټر د معاینې پیسې نه لري.
د تاجمینې پلار شاوخوا ۴۵ کلن او په یو لاس معیوب هم دی. وايي، لس کاله یې د خښتو په دې بټۍ کې کار وکړ؛ خو د بټۍ مالک ۹۵ زره پاکستانۍ کلدارې پور یې لا هم پرې نه شو کړی؛ ځکه نو د غلامانو ژوند کوي.
د تاجمینې پلار وویل، دغه پیسې ځکه په اسانۍ نه خلاصېږي، چې د بټۍ خاوند ترې هره ورځ ایله دېرش پاکستانۍ کلدارې د ورکړو پیسو په پور کې ورحسابوي او په لوی لاس ورته د بټیو خاوندانو د غلامۍ پړی په اوږو وراچولی دی.
دی وايي، د کلي ماشومان ښوونځی لولي، خو غربت یې د ده، ماشومان له ښوونځي محروم کړي دي.
په نیولي غږ وايي، هر ځلې یې ماشومان ورته وايي، ښوونځي کې مو شامل کړه، خو زما ناچاري ده!
.jpg)
د خښتو په بټیو کې ګرو شویو کورنیو ته د بټۍ خاوندانو داسې تش په نوم کوټې جوړې کړي، چې هره شېبه یې د راولېدلو امکان شته.
کورنۍ اړ دي، چې د هرې کوټې په بدل کې د ورځې زر خښتې جوړ کړي، کنه؛ د کوټې کرایه د اوبو او برېښنا بل سره یو ځای باید پرې کړي.
سلام وطندار د کاریګر غالب د کورنۍ حال هم اخیستی!
د غالب کور ته د ننوتو سره سم د هغه په کور کې یوې سپين سرې ښځې چې په زاړه کټ کې پر شکېدلي او پیوندي بستره ناسته وه، پر موږ د مرستندویو کسانو ګومان وکړ.
په سترګو ړنده دغه سپین سرې مېرمن د غالب د مور له اړخه انا کېده، خو دا چې څوک نه لري؛ د خپلې لور کره اوسېږي.
غالب ته د بټۍ خاوند د نورو ګرو شویو کورنیو په منځ کې دوه کوټې ورکړي، چې دغه ۱۰ کسیزه کورنۍ په کې ورځې او شپې سبا کوي.
دغه کوټې له خامو خښتو جوړې شوي، چې د بادو او باران پر مهال یې د څڅېدلو او حتی راغورځېدو امکان هم شته.
په دغه کوچني کور کې د کمو او زړو توکو نه د یادې کورنۍ غربت او بې وسي له ورایه ښکاري.
د غالب مور راته داسې مهال د خپلې غریبۍ کیسه کوله، چې لاسونه یې د څارویو په وښو ککړ وو.
دې سپين سرې وویل، د اخترونو او خپلو، خپلوانو کې د خوښۍ پرمهال يې لمسیان نوې جامې غواړي؛ خو دوی یې یوازې غولوي.
هغې ویل، دوی او ماشومان یې په میاشتو، میاشتو هم ښه خوراک نه کوي؛ حتا پردۍ سوالي جامې په تن کوي.
.jpg)
د غالب په څېر ډېرې نورې کورنۍ هم د "سره رود" د خښتو په بټیو کې ګرو دي. شاکرالله هم هغه ځوان دی، چې پوره شل کاله یې دغلته کار کړی او لا هم د خښتو په جوړولو لګیا دی.
دی وايي، د بادو او باران او موسمي تغیراتو پر مهال په بټیو کې کار نه کېږي؛ نو ځکه خو مجبور دي د بټۍ له خاونده نورې پیسې هم په پور واخلي او دغه چاره یې د قرض ډېرېدو تر څنګ په یاده بټۍ کې د ګروۍ وخت نور هم ډېروي.
د دوبي پر مهال دغلته کار کول خورا ستونزمن وي، نو د بټیو خاوندان د پیسو په ورکړې سره کورنۍ اړباسي، چې د اوړي په موسم کې ورسره دغلته د کار کولو سند لاسلیک کړي.
په ورته وخت کې د بټیو خاوندان نه مني، چې ګوندې دوی سره کاریګرې کورنۍ ګرو دي، بلکې وايي، چې دوی یې اړتیاوې ورپوره کوي؛ په بدل کې ورسره هغوی کار کوي.
د غالب د بټۍ یو مسوول مسافر خان وايي، د هرې کوټې په بدل کې له کاریګرو کورنیو د ورځې زر خښتې غواړي، چې کاریګر اړ دي هره ورځ دغه شمېر خښتې جوړې کړي.
دی وايي، دوی له کاریګرو زر خښتې په ۵ سوه او دېرش پاکستانۍ کالدارو اخلي، خو بل خوا کورنۍ بیا وايي، دغه بیه ډېره ټیټه او له همدې امله د بټیوان قرضونه په کلونو، کلونو نه خلاصیږي.
مسافر خان وايي، کومې کورنۍ چې له یوې بټۍ وبلې ته ځي؛ لومړی به د دوی پور پرې کوي او بیا به بلې بټۍ ته ځي، چې دغه خبره یې د دې ګواهي ورکوي، چې کورنۍ یې ګرو کړي دي.
د شمېرو له مخې د ننګرهار په "سره رود" ولسوالۍ کې شاوخوا سل د خښتو بټۍ شته، چې له زرو ډېرې کورنۍ په کې ګرو دي.
په دغو بټیو کې شاوخوا ۲ زره کم عمره ماشومان هم په ډېر بد حالت کې د کار د قانون خلاف کار کوي.
.jpg)
د ننګرهار د کار او ټولنیز چارو رییس او په دغه ولایت کې د ماشومانو د ژغورنې شبکې مشر پوهنیار عبدالحکیم شیرزاد سلام وطندار ته ومنله، چې د "سره رود" د خښتو په بټيو کې کاریګرې کورنۍ ګرو دي، خو د دغو کورنیو او ماشومانو کره شمېرې ځکه نه شي ورکولای، چې پر وینا، یې دغه شمېرې کله لوړیږي او کله هم ټیټیږي.
هغه وايي، د بټیو له خاوندانو سره یې په ځینو مواردو لکه د کوټو په تعداد د خښتو شمېر لرې کول او د خښتو د بیې لوړولو په تړاو سندونه لیکلي وو، خو د بټيو خاوندانو هغه امضا نه کړل.
د دوی په وینا، اوس یې د ماشومانو د ژغورنې په موخه یو پلان جوړ کړی، چې له مخې به یې د بټۍ خاوندانو او کورنیو ته د ماشومانو د ژوند ساتنې په موخه عامه پوهاوی ورکول کېږي.
بل خوا د ننګرهار د پوهنې ریاست ویاند محمد اصف شینواري سلام وطندار ته وویل ، دوی د یونیسف ادارې سره په ګډه "سره رود" ولسوالۍ کې ۱۹ داسې سیمې په ګوته کړي، چې هلته ګڼ ماشومان کار کوي او دوی ورته کلیوالي ښوونځي جوړ کړي.
شینواری وايي، دغه کلیوال ښوونځي یې په تېر ۲۰۱۶ کال کې جوړ کړي، چې تر اوسه یې کومه دوره څلورم ټولګي ته نه ده تللې.
خو کارګرې کورنۍ وايي، له یوې خوا د دغه کلیوالي ټولګیو استادان مسلکي نه دي او له بل اړخه دوی له مجبورې ورځې خپل کوچنیان درس ته نه شي ورلېږلی.
ختیځ کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشرې صبرینا حميدي سلام وطندار سره مرکه کې وویل، دوی د "سره رود" او ټول ننګرهار د خښتو بټیو کې د کاریګرو کورنیو او کم عمره ماشومانو پر کار خواشیني دي، چې د دغه څه له پاره یې اوس هم په سیمه کې سروې روانه ده، څو معلومه کړي، رښتیا دغه کورنۍ د بټیو له خاوندانو سره ګرو دي او کنه.
نوموړې زیاته کړه، دوی له مني مخکې په ننګرهار کې د کاریګرو ماشومانو یوه سروې کړې وه، چې شاوخوا ۲ زره او ۳۰۰ ماشومان په بېلابېلو سیمو کې په درنو کارونو اخته دي.
له ننګرهار سربېره نورو ولایتونو او ان ګاونډیو هېوادونو کې هم د خښتو بټیو کې کورنۍ ګرو دي، چې دغه چارې د بشري حقونو ادارې اندېښمنې کړي دي.





