په نړیوال سوداګریز سازمان کې د افغانستان غړیتوب ګټه که زیان؟

 

افغانستان تېره ورځ (جمعه د جولای په ۲۹مه) له څو کلونو هڅو وروسته رسما د نړیوال سوداګریز سازمان ۱۶۴غړی هېواد شو.

افغان چارواکوي وايي، د دغه سازمان د غړیتوب ترلاسه کول د سوداګرۍ، ترانزیټ، صادراتو او د کورني تولیداتو د ودې په برخه کې به د افغانستان موجوده ستونزې حل شي.

خو په ورته وخت د اقتصادي چارو ځېنې شنونکي په دې باور دي، چې د سوداګرۍ په نړیوال سازمان کې د افغانستان غړیتوب په لنډ مهال کې هېواد ته په ګټه نه دی او افغانستان به له ځېنو ستونزو سره مخ کړي.

د اقتصادي چارو شنونکی سیف الدین سیحون سلام وطندارته وویل، چې د اقتصادي او سوداګریزو بنسټونو په مدیریت کې ناتواني به افغانستان له سختو ستونزو سره مخ کړي.

دی وايي، که افغانستان د ځانکړو کورنیو تولیداتو په موجودیت کې په نړیوال بازار کې سیالي ونه شي کولی د دې بازار له عمده ګټو به محروم شي.

سیحون وویل، هغه هېوادونه چې د دې سازمان غړیتوب لري؛ په سوداګریزو توکو تعرفي نه شي اخیستلی، چې افغانستان هم له دې تعرفو محرومېږي.

نوموړی زیاتوي، د دغه سازمان غړیتوب د دې لامل ګرځي، چې افغانستان د سوداګرۍ په قوانینو او دې ته په ورته تخنیکي او نورو برخو کې بیا ګټور تمام شي.

په دې اړه د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي سلام وطندارته وویل، چې له دې وروسته به ترانسپورټي ستونزې هوارې، د کورني تولیدات او صادراتو له زیاتوالي سربېره به افغانستان د نړۍ له سواګریزو بازارنوسره ونښلول شي.

قوقندي وايي، د افغانستان په څېر هېوادونه چې د سوداګرۍ په برخه کې یې کم پرمختګ کړی وي، د سوداګرۍ نړیوال سازمان د غړیتوب په ترلاسه کولو سره یې اقتصادي وده له ۱،۵ تر ۳ سلنې پورې زیاته شوې او زیاتوي، چې په اوسنیو شرایطو کې افغانستان ته ډېره مهمه ده، چې خپل اقتصاد ته وده ورکړي.

قوقندي وايي، د دغه سازمان د غړیتوب په ترلاسه کولو سره په افغانستان کې پانګونې ته لا زمینه برابریږي.

د سوداګرۍ نړیوال سازمان ۱۶۳ غړي لري، چې د افغانستان ګاونډی ایران لاهم د دغه سازمان غړیتوب نه لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام