له اختر وروسته به د تورخم او سپین‌بولدک لارو نه صادرات پيل شي

 

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست اجمل احمدي نن د شنبې په ورځ پر خپله ټوېټر پاڼه لکلي چې تر دې وروسته به د تورخم لار اوونۍ کې شپږ ورځې په ۲۴ ساعته ډول پرانیستې وي او د سپین‌بولدک-چمن لار به هم اوونۍ کې شپږ ورځې؛ خو د کاري ساعتونو په زیاتېدو سره پرانیستل شي.

احمدي وايي، د افغانستان له لوري صادرات له کوچني اختر وروسته دغو دوو لارو پیلېږي.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر لیکلي چې د صادراتو او وارداتو لپاره، ټرانزیټي لارو نه د اسانه کارونې په موخه به سوداګرو ته اړین سهولتونه په واک کې ورکړي.

د تورخم او سپین‌بولدک لارې د کورونا ويروس په پراخېدو سره د مسافرو پرمخ تړل شوي.

په ورته وخت کې د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوږیاڼی وايي، د تورخم لار نن سهار اته بجې کوزه پښتونخوا کې د بند پاتې مسافرو د را ستنيدو پرمخ یو طرفه پرانيستل شوې ده.

هغه وایي، راستنیدونکو مسافر لپاره یې بشپړ روغتیایي تدابیر نیولي او اټکل کېږي چې نن ورځ به شاوخوا پنځه زره افغانان د تورخم له لارې هېواد ته راستانه شي.

اسلام‌اباد کې افغان سفير عاطف مشعل هم ویلي، د لارې بیا پرانیستل به ستونزمن وي، نو ټول هغه کسان چې پاکستان کې بند پاتي او غواړي هېواد ته ستانه شي، نو نن دې تورخم ته ځان ورسوي.

د تورخم او سپین‌بولدک دروازې د کورونا وېروس د خپرېدو له وېرې د مسافرو پرمخ تړل شوي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام