هرات کې اورلګېدنې نوي‌ کابل‌بانک ته میلیونونه افغانۍ زیان اړولی

پرون (جمعه) د هرات ښاري امریت څلور لارې کې یو لوی سوداګریز مرکز اور واخېست. د ځايي چارواکیو په وینا، په‌دې ودانۍ کې د کابل‌بانک تر ټولو غټه څانګه هم وه چې ډېرې برخې یې سوځېدلې دي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي، د دې اورلګېدنې په پایله کې بانک ته میلیونونه افغانۍ مالي زیان اوښتی او د مالي زیان کچې د پيدا کولو او د پېښې د رامنځته کېدو لامل د څېړلو له‌پاره یې یو پلاوی ګومارلی دی.

دغه اته‌پوړیزې ودانۍ کې ـ چې پرون یې زیاتره برخې وسوځېدې ـ د نوي کابل‌بانک دفتر په ګډون ځېنې علمي او ښوونیز مرکزونه او هټي هم فعالیت لري.

هرات کې د نوي کابل‌بانک ولایتي دفتر مشر عبدالرحیم شفق سلام‌وطندار ته وویل چې د اورلګېدنې په نتیجه کې نغدو پیسو او د دې بانک معتبرو سندونو ته زیان نه‌دی اوښتی؛ خو د بانک سیستمونو او ای ټي برخه ډېره زیانمنه شوې‌ده.

هغه د ستنډرډ ایمني سیستم نه‌شتوالی د اورلګېدلو او دوامداره پاتې کېدل د زیات زیان اصلي لامل بولي.

د دې ودانۍ د ښکتنۍ برخې هټیوال او ځېنې مدني فعالان هم دې ودانۍ کې د ایمني سیستم نه‌شتوالی د اور لګېدلو اصلي لامل بولي او وايي، د اور لګېدلو او نورو پېښو پر وړاندې د ډېرو لوړپوړیزو ودانیو ایمني سیستم کمزوری دی.

د هرات اوسېدونکي له ځايي ادارې او ښارجوړونې ریاست نه غواړي چې د ودانیو ستنډرډ برخې ته جدي پام وکړي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام