
د مخابراتو، معلوماتي ټکنالوژۍ او ساینس وزارت سرپرست محمدفهیم هاشمي نن په کابل کې یوې خبرې ناستې ته وویل، د ټیلیفون له کرېډېټ کارتونو نه یې د لس سلنې مالیې اخیستلو عواید په تېرو څلورو کلونو کې ۱۷ میلیارډه افغانیو ته رسېدلي دي.
هاشمي زیاتوي، د دغه وزارت په رېیلټایم سېسټم کې هره ورځ په منځنۍ کچه ۱۲.۵ میلیونه افغانۍ عواید راټولېږي.
د نوموړي په خبره، په جېنوا ناسته کې د حکومت یوه ژمنه د الکټرونیکي معاملاتو او لاسلیک قانون طرحه وه چې دغه طرحه هم د حکومت د کابینې لهخوا تصویب شوې ده.
د مخابراتو وزارت د چارواکو په خبره، د یادې طرحې په پلي کېدو سره به په هېواد کې اقتصادي ودې، د پانګونې جذب او د معلوماتي ټکنالوژۍ پراختیا ته لار هواره شي.





