درانی: مافیايي کړیو ته نه تسلیمېږم

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر نصیراحمد دراني نن په کابل کې د چرګانو ساتنې او ودې لومړني ملي کنفرانس کې د خبرو پر مهال وویل، هېڅکله او په هېڅ قېمت به د چرګانو محصولاتو د مافیايي کړیو په وړاندې پر شا تګ و نه‌کړي.

د دراني په وینا، مافیايي کړۍ نه‌شي کولای پر محصولاتو کنټرول ولري.

په همدې حال کې د چرګانو محصولاتو تولیدوونکیو شرکتونو مسوولانو وویل، هېواد ته د بهرنیو هېوادونو د وارداتو تر بندېدو وروسته د کورنیو چرګانو تولید زیات شوی دی.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په روان کال کې د زړو چرګانو د غوښو پر واردېدو بندیزلګولی او وايي چې په دې سره به د کورنیو چرګانو محصولات وده وکړي. 

د افغانستان داخل کې د چرګانو په واردولو او صادرولو بندیز ولګېد

محلي پولیس په بغلان کې د چرګانو له فارمونو باج اخلي

په تېرو دوو کلونو کې د چرګانو فارمونو په برخه کې پانګونه زیاته شوې

د چرګانو فارم لرونکیو ټولنې د دارالانشا رییس عبدالخلیل رحماني وایي، افغانستان په کال کی تر ۲۹۵ زره ټنه ډېره د چرګانوغوښې ته اړتیا لري چې هر کال شاوخوا ۲۱۹ زره ټنه یی په هېواد کې تولیدېږي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام