نړیوال بانک مالیې وزارت ته د هڅونې په پاره ‍۱۸۹میلیونه ډالر ورکړي

د ماليې وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزي د سه شنبې په ورځ کابل کې خبري غونډې ته وویل، چې ماليې وزارت له نړیوال بانک سره په بېلابېلو برخو کې د سمون له‌پار تړون لاسلیک کړی و.

عبدالرحیمزي زیاته کړه، چې د سمون په اړه د تړون توکو په پلي کولو سره به نړیوال بانګ ۹۰۰ میلیونه ډالر د ماليې وزارت ته ورکوي.

د نوموړي پروینا له اداري فساد سره د مبارزې او ځینو نورو سمونو په بدل کې د مالیې وزارت له نړیوال بانک څخه ۱۸۹ میلیونه ډالر ترلاسه کړل.

دی وايي، چې د مالیې وزارت له نړیوال بانک څخه تراوسه پورې ټولټال ۵۵۰ میلیونه ډالر تشویقي پیسې ترلاسه کړی دي.

 مالیې وزارت ویاند وایي، په دې سره په بېلابېلو برخو کې د سمون له پاره د دغه وزارت هوډ نور هم پیاوړی کېږي.

د یادونې ده، چې نړیوال بانک دا پیسې افغانستان ته په وړیا توګه ورکوي.  

عبدالرحیم زي وویل، مالیې وزارت ته د روان مالي کال تر پایه د ۱۵۳ میلیارده افغانیو عوایدو راټولولو هدف ټاکل شوی، چې دغه وزارت په لومړیو ۶ میاشتو کې ۷۰ میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي دي.

مالیې وزارت وایي، د عوایدو کچې لوړوالي یو لامل له اداري فساد سره مبارزه ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام