کابل کې د خوراکي توکو بیې لوړې شوي

یوشمېر کابل ښاریان وايي، له تېرې یوې میاشتې راپه‌دېخوا د کابل په بازارونو کې د خوراکي توکو بیې لوړې شوي دي.

د کابل ښار اوسېدونکي نقیب‌الله او حبیب‌الله  وايي، ورځنی عاید یې کم، خو لګښت یې ډېر دی چې د خوراکي توکو بیو لوړوالي له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

دوی زیاتوي، بې‌کاري ډېره ده. خلک په لوړه بیه د خوراکي توکو پېرلو وسه نه‌لري او حکومت باید په بازارونو کې د خوراکي او نورو توکو بیې کنټرول کړي.

په همدې حال کې ځینې هټۍ‌وال هم په بازار کې د بیو لوړوالی مني، خو وايي د بهرنیو اسعارو په وړاندې د افغانیو بیې ټیټوالی د خوراکي توکو د بیو لوړوالی لامل شوی دی.

د کابل ښار عمده پلورونکي شفیق‌الله او محمدکبیر وايي، د بهرنیو اسعارو په وړاندې د افغانیو ارزښت ټېټېدو ترڅنګ، حکومت د ګمرکي محصول ټيټولو پرځای هغه ورځ تر بلې لوړوي چې د خوراکي توکو په بیو مستقیم اغېز لري.

بلخوا د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي هم د خوراکي توکو بیو لوړوالي لامل د بهرنیو اسعارو په وړاندې د افغانیو بیې ټیټوالی ښيي، خو وايي د اساسي خوراکي توکو؛ لکه: اوړو، غوړیو، وریجو او نورو بیې هغومره لوړې شوې نه‌دي چې په اړه یې اندېښنه وشي.

د کابل ښار عمده پلورونکو په خبره، له تېرې یوې میاشتې راهیسې د یوې بورۍ اوړو بیه له ۱۱۸۰ نه ۱۳۵۰ افغانیو، د یوې بورۍ وریجو بیه له ۲۲۰۰ نه ۲۵۰۰ او د یو بوتل اوبلن غوړیو بیه له ۴۱۰ افغانیو، ۴۳۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام