
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت شهزادګل اریوبي نن په یوې خبري غونډې کې وویل چې دغه وزارت له ۱۳۹۴ کال راهیسې د سږ مالي کال تر پایه د مخابراتي خدمتونو له ۱۰ سلنه مالیاتو نه ۱۳ میلیارده او ۹۶۵ میلیونه افغانۍ راټولې کړې دي.
د اریوبي په وینا، د مخابراتي خدمتونو مالیاتي محصول د ۹۴ کال په دوو میاشتو کې ۸۰۰ میلیونه افغانۍ، د ۹۵ کال ۴ میلیارده او ۲۸۸ میلیونه افغانۍ، د ۹۶ کال ۴ میلیارده او ۲۷۰ افغانۍ او د ۹۷ کال هم ۳ میلیارده او ۸۹۸ میلیونه افغانۍ وو.
شهزادګل اریوبي زیاتوي، د ۱۰ سلنه مخابراتي خدمتونو د محصول راټولولو سېسټم (رېل ټایم) تدارکاتي چارې بشپړې شوي او په نږدې راتلونکي کې به یې قرارداد هم وشي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجي د مسوولانو په وینا، د روشن مخابراتي شرکت له ۷۰۵ میلیونه افغانیو ډېر د دغه وزارت پوروړی دی او ژمنه یې کړې چې د روان لمریز کال تر پایه به یې ورته سپاري او دغه راز به خپل ټول حسابونه هم تصفیه کړي.





