د لوګر د ټولګټو چارو رییس عبدالولي رییسي پلعلم کې خبریالانو ته وویل چې د کابل لوګر دویم سړک دویم فاز د ۲۵ کیلومټرو په اوږدوالي د ۱.۵ ملیاردو افغانیو په مالي لګښت په ۱۸ میاشتو کې په پاخه او اساسي ډول جوړېږي.
له محمداغې تر پلعلم پورې ۲۰ کیلومتره د لوګر د دویم سړک لومړی فاز او د موسهي له سقاوې دښتې د لوګر تر محمداغې ولسوالې ۲۵ کیلومتره دویم فاز دی چې ټولټال ۴۵ کیلومتره کېږي.
ښاغلي رییسي زیاته کړه چې د کابل – لوګر دویم سړک لومړي فاز کارونه هم ۸۰ سلنه بشپړ شوې او په روان کال کې به ګټنې ته چمتو شي.
بلهخوا د لوګر والي محمدانورخان اسحاقزي وویل چې د کابل – لوګر د دویم سړک له جوړېدلو به وخت پر وخت لیدنه کوی او ساختماني شرکت ته به د دغه سړک د بېکیفیته کار اجازه ورنهکړي.
اسحاقزي پر ولسونو غږ وکړ چې د امنیت او سولې په ټينګښت کې له دولت سره مرسته وکړي چې د سړک د رغونې چارې ژر تر ژره بشپړې شي.
د لوګر ځايي اوسېدونکي هم خوښ دي چې د لوګر- کابل سړک دویم فاز د جوړېدلو چارې پيل شوې؛ خو له ټولګټو وزارته غواړي چې د دغه سړک د کیفیت په برخه کې له پوره دقته کار واخلي.





