ولسمشر غني پکتيا کې د ۵ سترو پروژو کارونه پیل کړل

افغان ولسمشر محمداشرف غني نن د پکتیا په مرکز ګردېز ښار کې د مراسمو پرمهال د پنځو سترو پروژو کار رسماً پيل کړ. 

په غونډه کې د ښار جوړنې وزارت او د سيمه‌ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې له لوري د شهيدانو کورنیو او ښوونکیو د ښارګوټي یو سند هم لاسليک شو چې ۳ زر مستحقو کورنيو ته به په‌ کې د کورنو نومرې ووېشل شي.

ولسمشر غني غونډې ته وویل چې له تاجيکستانه د وارداتي بريښنا پروژه بشپړه شوې او ۱۸ زرو کورونو ته په مرکز ګردېز کې په ټیټه بیه برېښنا ورکوي.

دغه راز، ولسمشر په ګردېز ښار کې د صنعتي پارک پرانېستې ترڅنګ د امنیې قوماندانۍ نوې ودانۍ د بنسټ ډبره کېښوده چې لګښت یې ۴۵ ميلیونه افغانۍ اټکل شوی‌دی.                

په ورته مهال د ګردېز ـ زرمت سړک د جوړېدو ژمنه هم وشوه. دا سړک د ۲۰ کيلو مترو په اوږدوالي او ۷ متره سور سره په دوو کلونو کې  د۵۸۰ ميلونه افغانيو په لګښت  بشپړېږي.

غونډې ته د پکتيا والي شميم‌خان کټوازي وويل، د دې سترو پروژو په ګډون به سږ کال د ۳۰ نورو لويو پروژو کار هم پيل شي.

دا په تېرو شپږو مياشتو کې درېيم ځل دی چې ولسمشر غني پکتيا ته ځي؛ خو په لومړي ځل د څوو لويو پروژو کار پرانیزي.

د چارواکیو د معلوماتو له‌مخې، ولسمشرغني به دوې ورځې پکتيا کې پاتې شي او د دې ولايت بېلابېلو قشرونو سره به لېدنې کتنې وکړي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام