
د اوبو او برېښنا وزارت کابل کې د یوې خبري غونډې پرمهال له بیاتپاور شرکت سره د جوزجان ولایت د شبرغانو ۴۰مېګاواټه ګازبرېښنا پروژې پلي کولو قرارداد لاسلیک کړ.
د اوبو او برېښنا وزارت چارواکي وايي، پهدې پروژې ۳۸.۸۵ میلیونه امریکايي ډالره لګښت راځي او جوزجان، بلخ، سنمګان او فاریاب ولایتونو کې به یې له برېښنا ۳۰زره کورنۍ برخمنې شي.
د دې ترڅنګ به دغه پروژه د ۱۰۰ متوسطو تولیدلي فابریکو لهپاره د اړتیا وړ برېښنا هم تامین کړي.
د اوبو او برېښنا وزیر علياحمد عثماني وايي، دغه پروژه ۶میاشتو کې بشپړېږي او د جوزجان د ګازبرېښنا تولید، د کورنۍ برېښنا پیاوړي کېدلو لاملېږي.

په ورته وخت کې د بیاتپاور شرکت مسوولان وايي، دغه پروژه به درېیوو مرحلو کې پلي کړي چې لومړي پړاو کې به ۴۲مېګاواټه برېښنا تولید کړي او د دې پروژې په بشپړ تطبیق سره به شاوخوا یو میلیون وګړي او یو شمېر شرکتونه له برېښنا برخمن شي.
د اوبو او برېښنا وزارت چارواکیو د جوزجان شبرغان د برېښنا تولید پروژې پر لاسلیکولو سربېره، له خصوصي شرکتونو سره د ۱۹۵ میلیونو افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو ۵پروژو قراردادونه چې په فراه، بغلان، سرپل او ننګرهار ولایتونو کې د کانالونو جوړول او د استنادي دېوالونو بیارغول په کې شاملېږي، لاسلیک کړل.
د هغوی په وینا، د دې پروژو په تطبیق سره به ولایتونو کې زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه د اوبو تر پوښښ لاندې راوستل شي.





