صبا: د کانونو د روڼوالي په اړه نوی سیستم جوړوو

د افغانستان د کانونو او پېترولیم وزیر داود شاه صبا د ولسي جرګې په نننۍ) سه شنبې) عمومي غونډه کې وویل، دوی په یو داسې سېستم باندې کار کوي، چې تر راتلونکي کال پورې د کانونو له درکه د راغلو عوایدو په اړه ولس ته حساب ورکړي.

د صبا پر خبره، په پام کې لري، چې د کانونو په برخه کې د عوایدو او د تړونونو په اړه روڼوالی راولي او ولس هم په دې جریان کې له خپلو کارونو خبر کړي.

د کانونو او پېترولیم وزیر دا هم وویل، چې ۱۵ ورځې وروسته ولسمشر غني ترکمنستان ته سفر کوي او د دې سفر په ترڅ کې به پاکستان او هند ته د تېرېدونکې نل لیکې پروژه هم پرانیستل شي.

د ګاز دا نل ليکه به چې تقريبا يو زرو۷سوه ۳۵ کيلومټره اټکل شوې، د ترکمنستان له سترو زیرمو څخه ګڼل کېږي؛ د افغانستان په اقتصاد کې پوره مرسته وکړي .

دا نل لیکه پاکستان ته تر رسېدو مخکې په هرات، فراه، هلمند او کندهار کې تیریږي. 

د داود شاه صبا پر وینا، په شبرغان کې د نفتو د رایستلو ماشین بېرته جوړ شوی او د پخوا په پرتله ۳ چنده زیات نفت راوباسي.

د کانونو او پېترولیم وزیر همدارنګه زیاته کړه، چې د امو د نفتو په پراختیايي حوزه کې د ۱۱۰ میلیونو ډالرو پر ارزښت قرادادونه هم شوي، چې د اقتصادي بساینې په برخه کې مثبت ګام ګڼل کېږي.

ده د امنیتي ستونزو په اړه وویل، چې پخوا له ډېرو ستونزو سره مخ وو، ځکه خو به بهرنیو او کورنیو پانګوال، پانګې اچونې ته زړه نه ښه کولو.

د کانونو او پېترولیم د وزیر پر وینا، د امنیت په  اړه یې له حکومت سره یوه طرحه شریکه کړې، چې له مخې به یې ټول امنیتي ارګانونه مسول وي، چې د کانونو د قاچاق او خپل سرې را ایستنې مخنیوی وکړي.

د ده پر خبره، حکومت یې دا طرحه منلې او د دې له پاره یې یوه کومېټه جوړه کړې، چې مشرتوب یې د کورنیو چارو وزیر انورالحق علومي ته ورتر غاړې ده او هغه ژمنه ورکړې، چې ډېر ژر به پر دغې طرحې کار شروع کړي او د کانونو د خوندیتوب موضوع به حل شي.

صبا وویل، چې په راتلونکو ۱۵ ورځو کې به د کانونو بهرني قراردادیان راشي او د وزیرانو شورا له تصویب نه وروسته به په کار پیل وکړي.

ده د وړو کانونو په اړه وویل، داسې کړنلاره یې جوړه کړې، چې ټول افغان پانګوال وکولای شي، چې په وړو کانونو کې پانګونه وکړي.

د داود شا صبا پر خبره، پخوا به د کانونو عواید په درې برخو کې راټولېدل، خو وروسته له دې به د ښه شفافیت له پاره په یو ځای کې راټولېږي.

د کانونو او پېترولیم وزیر وویل، هڅه کوي، چې په راتلونکو ۵ کلونو کې هڅه کوي، چې په افغانستان کې ټولې نفتي سیمې تشخیص کړي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام