
ارګ یوې خبرپاڼه کې ویلي چې ولسمشر محمد اشرف غني تېر ماښام په یوه رسمي سفر د ترکمنستان پلازمېنې عشقاباد ته تللی او نن به خپل ترکمن سیال قربان قليبردي محمدوف سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتیژيک مشارت تړون لاسلیک کړي.
دغه تړون کې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ سیاسي، اقتصادي او امنیتي برخو کې د اړیکو پر پراختیا ټینګار شوی.
د ارګ خبرپاڼې کې ویل شوي چې افغان لوری به د ګازو او نفت په برخه کې هم یو هوکړهلیک لاسلیک کړي چې لهمخې به یې ترکمنستان همکاري کوي او د ټاپي پروژې چارې به ګړندۍ کېږي.
دغهراز د افغانستان او ترکمنستان چارواکیو ترمنځ به د یو شمېر همکاریو هوکړهلیکونه او یادښتونه هم د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو حضور کې لاسلیک شي.





