د پکتيا په ۳ ځدراڼو مېشتو او د خوست يوې ولسوالۍ لپاره د برښنا سبسټېشن چارې بشبپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې چې له تېرو ۲ کلونو ورباندې کار روان و.
د چارواکيو په خبره په دې ولسواليو کې وزې ځدراڼ، ګرده څېړۍ، ښواک او د خوست د دوو ميندو شمالي ولسوالۍ يوه برخه شامله ده.
د پکتيا والي شميم خان کټوازي د يادې پروژې د ګټې د پرانيستلو پر مهال وويل، د دغې وارداتي برښنايي پروژې په بشپړېدو سره ۱۵ زره کورنيو ته برښنا رسېږي چې په لومړي پړوا کې پنځه زره کورنيو ته د برښنا د وېش لړۍ پيل شوې ده.
کټوازی وايي، پاتې نورو ۹زره کورنيو ته د د برښنا د مزو لېږدونې او د وړو پايو چارې روانې دي چې په يوه مياشت کې به ټولې کورنۍ ورنه ګټه پورته کړي.
د پکتيا د وزې ځدراڼو ولسوالۍ اوسېدونکي له حکومت له مرکزي ادارې مننه، کوي چې د دوی ولسواليو ته يې برښنا ولېږدوله؛ خو وايي، په تعليمي او روغتيا برخو کې د دې ولسواليو خلک له ډېرو ستونزو سره مخ دي.
د وزې ځدراڼو قومي مشران عبدالروف ځدران او ګل محمد وايي، د برښنا په راتګ سره به د خلکو په ژوند کې مثبت بدلون راشي او تر ډېره به د دې سيمې خلک د بريښنا له موجوديته برخهمن شي.
خو د پکتيا په مرکزي او ښاري سيمو کې خلک د برښنا له مسوولانو شکايت کوي چې د ښار ځينو برخو او لرې سيمو ته يې تر اوسه د برښنا په چارو کې ستونزې موجودې دي او په ټاکلي وخت يې برښنا ډېری کورنيو ته نهده رسولې.





