د برېښنا شرکت مسوولان یو ځل بیا ټينګار وکړ، چې کابل ته له ترکمنستانه د وارداتي برېښنا پايې به د سالنګ پر لارو ولګول شي.
خو دوی زیاته کړه، چې له دغې پروژې د کابل نه مخکې به د افغانستان مرکزي سیمې په ځانګړي توګه بامیان او دایکندي ولايتونو خلک برخمن شي.
د برېښنا د تبلیغاتي څانګې مشر میروېس عالمي نن (چهارشنبه می۴مه) د یوې خبري ناستې په ترڅ کې وویل، چې حکومت به ۵۰۰ کيلو ولټه برېښنا تر دوو کلونو پورې د افغانستان مرکزي سیمو ته ورسوي.
نوموړي خبرداری ورکړ، چې که د برق واردولو موضوع له دې زیاته سیاسي او جنجالي شي؛ نو د " ټوټاپ" په نوم د دغې پروژې تمویلوونکي به خپلې پېسې بېرته واخلي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ولسي جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې هم ځېنو وکیلاو پر حکومت تور پورې کړ، چې دوی د ټولنیز عدالت خلاف کار کوي او دغه برېښنا باید د مرکزي ولایتونو څخه تېره شي.
یاده دې وي، چې له دې وړاندې د "فیشنر" په نوم یو الماني شرکت په ۲۰۱۳ز کال کې وړاندوینه کړې وه، چې دغه برق د بامیان له لارې که تېر شي؛ نو مصون به وي، خو د برېښنا شرکت د تبلیغاتو مسوول بیا وايي، چې د سالنګ له لارې هم لنډ راځي او هم اقتصادي.





