.jpg)
په کابل کې د قزاقستان سفیر امرتای باتیموف په افغانستان کې د دغه هېواد د سوداګریزې خونې په پرانیست غونډه کې وویل، چې له دې سره به قزاقستان په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ به سوداګریزې اړیکې نورې هم پراخې شي.
دغه غونډه نن (چهارشنبه،د حمل په ۱۱مه) په کابل کې جوړه شوې وه.
باتیموف د دغې سوداګرۍ خونې د پرانیستې پر مهال وویل، چې هېواد یې دې ته چمتو دی، چې له افغانستان سره په سوداګرۍ او نورو برخو کې مرسته وکړي.
د افغانستان او قزاقستان هېوادونو چاروکو په دې غونډه کې ټینګار وکړ، چې دواړه هېوادونه به د سوداګرۍ په برخه کې څو اړخیزه هوکړه لیک لاسلیک کړي او له مخې به یې سوداګرو ته اسانتیاوې برابرې شي.

د منځنۍ اسیا په اقتصادي چارو کې د ولسمشر ځانګړی سلاکار شاکر کارګر په غونډه کې وویل، چې د روان میلادي کال تر مارچ میاشتې پورې د لاجوردو لارې د جوړولو کارونه هم پیل شي.
د لاجوردو لار افغانستان د بالتیک حوزې هېوادونو او اروپا سره نښلوي.
د لاجوردو لار د ترکمنستان، اذربایجان او ګرجستان له لارې افغانستان له تورې بحیرې سره نښلوي او له دې وروسته بیا له ترکیې نه تېرېږي او افغانستان ازادو اوبو ته لاره پیداکوي.
د قزاقستان چارواکي وايي، چې د دغه هېواد د صادراتو اندازه افغانستان ته په ۲۰۱۵زېږدیز کال کې ۳۷۵ میلیونه ډالره وه او د سوداګرۍ خونې په پرانیستلو سره به دغه شمېر لا زیات شي.





