د کابل په ګډون ۴ولایتونو ته د اوبو رسولو پروژو تړونونه لاسلیک شول

 

د ښارجوړونی وزارت د ښاري کانالیزاسیون او اوبو رسولو د لوی رییس انجنیر حمیدالله یلانی او دوو خصوصی شرکتونو ترمنځ نن په کابل کې څلورو ولایتونو ته د اوبو رسولو  شبکو جوړولو تړونونه لاسلیک شول.

ښاغلي یلاني په‌دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل چې د دې څلورو واړو  پروژو لګښت د دولت له بودیجې ورکول کېږي.

ده زیاته کړه، د فاریاب مرکز میمنې ښار د اوبو رسولو پروژې شبکه ۸۹ کیلومتره اوږد والی لري چې د ادارې ودانۍ په ګډون به د اوبو څاګانې، زېرمه او اړین تجهزات ولري چې په ۱۸ میاشتو کې به د ۲۴۹ ملیونو افغانیو په لګښت بشپړه او ۷۸۰۰ کورنۍ به ګټه ترې برخمنې شي.

 د ښاغلي یلاني په وینا، په‌دې پروژو کې د پکتیا ولایت مرکز ګردېز ښار د اوبو رسولو شبکه شامله ده چې ۶۸ کیلومتره اوږدوالی لري، لګښت یې  ۲۰۶ میلیونه افغانۍ اټکل او په ۲۰ میاشتو کې بشپړېږي چې ۴۵۰۰ کورنیو ته یې ګټه رسېږي.

 د لوګر مرکز پل‌علم د اوبورسولو شبکې دویم فاز درېیمه پروژه ده چې ۳۱ کیلومتره اوږده او لګښت یې څه د پاسه۸۲ میلیونه افغانۍ اټکل شوی چې په ۱۸ میاشتو کی به بشپړه او ۳ زره کورنۍ به ترې ګټنه وکړي.

 

ښاغلی یلانی همداراز وویل چې د کابل ښار شاه‌شهید د اوبو رسولو شبکه ۲۸ کیلومتره اوږدوالی لري چې لګښت یې څه دپاسه ۸۴ ملیونه افغانۍ اټکل شوی‌دی.

د چارواکیو په وینا، د کابل ښار له‌پاره اوسنۍ اوبه بسنه نه‌کوي؛ نو ځکه خو د شاتوت بند د مطالعې او سروې چارې اعلان ته وړاندې شوې‌دي.

دوی وایي، د شاتوت بند د پروژې پلي کولو لګښت۱۵۰ میلیونه ډالر اټکل شوی چې نړ‌ۍوال بانک پر غاړه اخېستی دی.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام