
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د دغه مطلب په څرګندولو سره ویلي، چې د حکومتي چارواکیو له لوري د کاري کمېټې په جوړېدو او فعالیت سره زیات شمېر وزګار کسان په حکومتي ادارو کې جذب شوي.
د دې وزارت ویاند عبدالفتاح عشرت احمدزي د ځېنو نورو وزارتونو له ویاندویانو سره ګډې خبري غونډې ته وویل، چې د دوی د موندنو پر بنسټ سږکال زیات شمېر وطنوال په حکومتي ادارو کې جذب شوي .
احمدزي زیاته کړه اړوند وزارت یې د کار ملي ستراتیژي هم بشپړه کړې ده.
د ده پر وینا، حکومت د بوختیا لهپاره د کار ملي کمېټه جوړه کړې، چې ولسمشر یې مشري کوي.

دغه راز، خبري غونډې ته د انرژۍ او اوبو وزارت ویاند عبدالبصیر عظیمي وویل، چې د ښارونو ډېر اوسېدونکي بریښنا لري او دغه وزارت سږکال د انرژۍ په اړه پر ځان وبساینې ته د رسېدو ۲۰ کړنلاره پلې کړې ده.
د عظیمي پر وینا د هېواد ۷۵ سلنه انرژي وارداتي او ۲۵ سلنه نوره له کورنیو سرچینو برابرېږي.
چارواکي داسې مهال په هېواد کې د وزګارتیا کچې راټېټېدو او د برېښنا رسولو خبر ورکوي، چې اوسمهال ډېر وطنوال د کار او برېښنا له نهشتوالي سرټکوي.





