د غزني بزګران د ابو له کمښت سره مخ دي

د غزني ولایت یو شمېر بزګران او کروندګر وايي، چې د دې ولایت د اوبو ځینې بندونه تخریب شوي او حکومت یې بیاجوړولو ته پام نه دی کړی.

دوی وايي، ۶۲ زره کورنۍ د اندړو ولسوالۍ له سردې بند او د خواجه عمري ولسوالۍ له سلطان بند ګټه اخلي؛ حکومت د دغو بندونو ویجاړو شویو برخو بېرته رغولو ته هېڅ پام نه دی کړی.

د غزني ولایت یو شمېر کروندګرو سلام وطندار ته وویل، سلطان بند شاوخوا ۱۲ کاله مخکې د طبیعي پېښې له امله یوه برخه یې تخریب شوې ده او اوسمهال په سم ډول اوبه نه ذخیره کوي.

د سید حسین په نوم یو بزګر سلام وطندار ته وویل، چې د اوبو نه شتوالي له کبله یې ژورې څاګانې جوړې کړي، خو بیا هم د ابو کمښت ستونزه یې نه ده حل شوې.

اجمل یو بل بزګر دی وايي، چې د سلطان بند له ماتېدو راهیسې په غزني ولایت کې کروندې د اوبو له کمښت سره مخ دي او د خپلو کروندو حاصلات بېرته په ابو خور مصرفوي.

د غزني ولایت د کرنې او مالدارۍ رییس عبدالله تسل د سردې او سلطان بند د دې  ولایت د اقتصاد او کرنې ودې په برخه کې خورا مهم بولي او وايي، چې که دغه بندونه ورغول شي، د بزګرانو او بڼوالو حاصلات به دوه برابره زیات شي.

تسل وايي، د بزګرانو او بڼوالو له خوا د ژور څاګانو کیندل په راتلونکي کې د اوبو ځمکنۍ چینې له ګواښ سره مخ کوي.

د غزني ولایت د ولاړو ابو رییس شفیق جهان یار وویل، د امنیتي ستونزو له امله د اوبو بندونو بیارغونه، ونه شوه؛ خو اوسمهال سردې بند ۹۹ سلنه فعال شوی او د سلطان بند د دویمې برخې جوړولو چارې روانې دي.

د غزني ولایت د ولاړو اوبو د ادارې د معلوماتو له مخې د سلطان اوبو بند د ۱۵ هکټاره ځمکې خړوبولو او سردې بند د ۴۰ زره جریبه ځمکې خړوبولو ظرفیت لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام