
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر نصیراحمد دراني نن د بېلابېلو میوهلرونکیو ونو ملي ګنجینې جوړېدو ۱۰مې کلیزې مراسمو کې وویل چې د افغانستان میوهلرونکیو ونو ملي ګنجینه په ۲۰۱۸ کال کې تاسیس شوې چې د منځنۍ اسیا هېوادونو کې بېسارې ده.
د کرنې وزیر په وینا، دا ګنجینه له ۹۳۰ ډوله زیاتې میوه لرونکې ونې لري چې بڼوالو، محصلانو، کورنیو او نړۍوالو بنسټونو ته د څېړنیز مرکز په توګه هم پېژندل کېږي.
د ده په خبره، دغه کلکسیون د افغانستان مهمو ورایټیو ډېره مهمه ژوندۍ زېرمه ده چې له ۹۳۰ زیاتو ورایټیو میوه او دانه پهکې ساتل کېږي.
ښاغلی درانی وایي چې نړۍوالو معیارونو ته په کتو پهدې ګنجینه کې د میوهلرونکیو ونو بېلابېلې ورایټيانې تر څېړنې او پېژندنې لاندې نیول شوېدي.
د کرنې وزیر ټینګار کوي چې لهدې کلکسیونه د کیفیتوالا پیداوارو په موخه د اصلاحشویو تخمونو تولید لهپاره هم کار اخېستل کېږي.
په افغانستان کې د اروپایي ټولنې استازي ماوریت سیوسیاند د افغانستان میوهلرونکیو ونو ګنجینه د یوې ارزښتناکې«ژنیټیکي خزانې» په توګه یاده کړه او ویې ویل، لهدې ګنجینې نه باید د افغانستان اقتصادي ودې په موخه ګټه واخېستل شي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسوولان وایي، پهدې ملي ګنجینه کې د افغانستان ۹۵ سلنه میوهلرونکې ونې ساتل کېږي.





