
د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معینیت مسوولانو د روان مالي کال په څلورو میاشتو کې د څه باندې ۵۰ میلیاردو افغانیو عوایدو د راټولولو خبر ورکوي.
د دې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین نجیبالله وردګ سلام وطندار ته وویل چې په تېر مالي کال کې د کورنیو عوایدو ته په کتو سره سږکال دغه وزارت له ټاکل شوي هدفه زیات عواید راټول کړي.
د ښاغلي وردګ په خبره، سږکال د ۱۳۹۷ مالي کال لهپاره ۱۷۲ میلیارده افغانۍ عواید هدف ټاکل شویدی؛ خو دې وزارت تر دامهاله ۵۳ میلیارده افغانۍ عواید راټول کړيدي.
د ماليې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین ناامني، فساد، له مالیې ورکولو تېښته او د سوداګریزو توکیو قاچاق اوس هم د کورنیو عوایدو راټولولو په وړاندې یوه ستره ستونزه بولي.
د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ مسوولان وايي، که د افغانستان له عایداتي برخو فساد لېرې شي کورني عواید به تر دې هم لوړ شي.

د یاد بنسټ اجرایوي مشر سیداکرام افضلي په وینا، ټاکل شوی هدف د دې وړ دی چې ترلاسه شي؛ خو که فساد نه وی؛ دا بېخي ټیټ هدف دی. دی زیاتوي، که فساد لهمنځه لاړ شي؛ د افغانستان عواید به دوه چنده یا تر هغه هم زیات شي.
د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معینیت مسوولان وايي چې د دولت زیاتره عواید د ګمرګونو له لارې دي چې څه باندې ۵۰ سلنه ملي عواید جوړوي او پاتې نور عواید له مالیهورکوونکیو، کانونو ایستلو او نور عایداتي سرچینې له لارې ټولېږي.
د پیسو نړۍوال صندوق په ۱۳۹۶ مالي کال کې د افغانستان ملي عوایدو لهپاره ۱۵۲،۵ میلیارده افغانۍ هدف ټاکلی و چې د ماليې وزارت مسوولان په وینا، دغه وزارت وتوانېد چې ۱۷۰ میلیارده افغانۍ عواید ترلاسه کړي.





