.jpg)
افغان ولسمشر محمداشرف غني «د افغانستان د زعفرانو د ښه کیفیت او نړۍوال مقام ساتلو، ارزښت لوړولو او د تولیداتو د پراختیا په پار» د زعفرانو او د زعفرانو د پیازو واردات منع کړل.
د کرنې وزارت په یوې خبرپاڼې کې لیکلي، د زعفرانو او د زعفرانو د پیازو د وارداتو د مخنیوي پرېکړه ولسمشرۍ ماڼۍ ته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت تر وړاندیز وروسته نیول شوېده.
موده مخکې هم د افغانستان د زعفران کارانو ملي ټولنه له ولسمشر سره په لیدنه کې هېواد ته د زعفرانو او زعفرانو د پیازو د وارداتو د بندولو غوښتنه کړي وه.
همداراز د کرنې وزارت خبرپاڼه وایي چې د زعفرانو او د هغه د پیازو واردات د افغانستان د زعفرانو د ارزښت د ټيټولو او د زعفران د ګیاوو د ناروغیو واردولو لامل کېږي او د یاد مخ پر ودې صنعت په وده کې د ستونزې او خنډ لامل کیږي.
.jpg)
کرنې وزارت جمهوري ریاست ته پهخپل وړاندیز کې لیکلي، «په دې ورستیو کلونو کې هېواد ته د زعفرانو او د زعفرانو د پیازو قاچاق او واردول د یوشمېر ستونزو لامل شوې او دغه موضوع د زعفرانو د کرکېلي او پر اختیا په برخه کې یو لوی خنډ ګڼل کېږي.»
خبرپاڼه کاږي، د افغانستان زعفران په نړۍ کې د «ښه کیفیتلرونکي زعفران په توګه لومړۍ مقام لري» او له بهر څخه د زعفرانو او د زعفرانو د پیازو واردول ددې لامل کېږي چې د افغانستان په نوم بد کیفیته زعفران بهر ته صادر شي چې د افغانستان د زعفرانو د بدنامه کېدو لامل شي.
د خبرپاڼې په یوځای کې د ولسمشرغني له خولې لیکل شوي چې د زعفران او د زعفرانو د پیازو واردات د دې سبب کېږي چې خصوصي سکټور او پانګوال پهدې برخه کې د پانګونې لېوالتیا له لاسه ورکړي.
د یادونې وړده، چې کرنې وزارت تر خپل وړاندوینې چې «د زعفرانو د دوامداره پراختیا پنځه کلن کړنلاره» کې درولود؛ د خپلو زعفرانو د تولیداتو کچه لا ډېره کړېده.
.jpg)
یاد وزارت تېر کال د زعفرانو د تولید کچه له ۳.۵ ټنو څخه ۱۰.۶ ټنو او د زعفرانو د کرکېلي سیمه یې له یو زر او ۵۰ هکټاره، پنځه زره او ۲۰۵ هکټارو ته رسولې ده.
باید وویل شي چې د زعفرانو د ناروغیو او کیفیت د کنټرول ۳ سټنډرډ لابراتوارونه جوړول، په نړۍوالو اسټنډرډونو سره د زعفرانو د پروسېس د ۹ مرکزونو تجهیزول، د شرایطوړ خصوصي شرکتونو ته نړۍوال سرټیفکيټونه «ISO» چمتو کول، پر زعفرانکارانو ۲۶۵ ټنه د زعفرانو پیاز وېشل، په ۴ زونونو کې ۸ څېړنیزې «اګرونومیکي» پروژې پلي کول او د ۱۲ زرو کسانو روزل چې د زعفرانو په صنعت کې کار کوي؛ د زعفرانو د دوامداره پراختیا په برخه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت نورې لاستهراوړنې دي.





