
د افغانستان او هندوستان ترمینځ سوداګریز هوایي دهلیز د دوشنبې په ورځ د حامدکرزي په نړیوال هوایي ډګر کې د ولسمشر محمد اشرف غني او په کابل کې د هندوستان د سفیر او ځینو نورو چارواکو له خوا پرانستل شو.
ولسمشر محمد اشرف غني په دې اړه جوړه شوې غونډې ته وویل، لنډ مهاله حل لاره د افغانستان او د افغان حکومت اقتصادي اړتیاوې نه شي پوره کولی او دا فغانستان حکومت هڅه کوي هغه ستونزې حل کړي، چې د افغانستان د سوداګرۍ پرمخ پرتې دي.
ولسمشر محمد اشرف غني زیاته کړه، ترڅو افغانستان په یو صادرونکی هیواد نه وي بدل شوی اقتصادي ټیکاو ته هم نشي رسیدلی.
نوموړي زیاته کړه: "نن دغه دهلیز په خپل ذات کې مهم نه دی، هغه طریقه مهمه ده چې په دې دهلیز کې رامینځته شوی، دا هغه طریقه ده چې باید خصوصي سکتور، دولت او زمونږ متخصصین له یو بل سره کار وکړی، ترڅو په ضربتي او ځنځیري شکل، ستونزې په فرصت بدلې کړو."

د افغانستان او هندوستان ترمینځ د سوداګریز هوایي دهلیز د پروژې مشر صدیقالله مجددي ددې هوایي دهلیز پرانستلو موخه د سوداګرۍ کچې لوړوالی او د ځمکني سوداګر پرمخ د خنډونو لرې کول په ګوته کړل.
د مجددي په خبره نن به ددې هوایي دهلیز له لارې په لومړنۍ الوتنه کې له کابل نه نوي ډهلي ته د ۵ میلیونه ډالرو په ارزښت ۶۰ ټنه کرنیز طبي نباتات ولیږدول شي.
نوموړي زیاته کړه، چې په راتلونکي اوونۍ کې به د کندهار له هوایي ډګر نه هم د ۲ میلیونه ډالرو په ارزښت ۴۰ ټنه وچه میوه نوې ډهلي ته ولیږدول شي.
"د دغه هوایي دهلیز پرانستل دوه موخې لري لومړی د دوو دوستو هیوادونو افغانستان او هندوستان ترمینځ د سوداګرۍ د کچې لوړول، اوس مهال زمونږ د سوداګریزې راکړې ورکړې کچه ۵۰۰ میلیونه ډالره ده، خو افغان حکومت هوډ لري چې په راتلونکو څو کلونو کې دغه کچه د پام وړ پورته کړي".
مجددي زیاته کړه، د سوداګرۍ پراختیا د ملي یووالي حکومت یوه له ستراتژیکو موخو څخه ده.
هغه زیاته کړه، چې اوسمهال د هیواد سوداګر د سوداګریزو مالونو په یو کیلو ګرام وزن باندې ۲۰ سنټه ورکوي؛ په داسې حال کې چې پخوا دغه پیسې ۷۰ سینټو ته رسیدې .
په دې مراسمو کې په کابل کې د هندوستان سفیر من پریت هورا هم افغانستان ته د خپلې همکارۍ ډاډ ورکړ او د افغانستان سوداګرۍ او صنایعو د خونې چارواکو هم د حکومت ددې اقدام د هرکلي ترڅنګ وویل، چې هندوستان د افغانستان د وچو او تازه میوو لهپاره ښه مارکیټ دی .





