هرات کې سوداګرو مېرمنو سوداګري پرېښې ده

هرات کې د سوداګرو میرمنو له پاره ځانګړی سوداګریز مرکز له زرګونو هیلو سره شاوخوا ۸ کاله مخکې پرانیستل شو چې په هغه وخت کې سوداګرو مېرمنو د خپلې اقتصادي ودې له‌پاره د دغه مرکز ته ډیرې هیله منې وې.

ځېنې سوداګرې چې په‌دې مرکز کې هټي لري؛ وايي چې په‌دې مرکز کې څو کاله مخکې د لاسي صنایعو ۳۵ هټي فعال وو؛ خو دحکومت نه ملاتړ، د هټيو  لوړه کرایه او د بریښنا لګښت لوړه بیه د دې سبب شوې چې تر نیمایي زیات هټي وتړل شي او زیاتې مېرمنې وزګاره شي.

دوی ټینګار کوي چې که دولت يې ملاتړ ونه کړي ښایې دوی هم په نږدې راتلونکې کې خپل کاروبار خوشې کړي.

خو دهرات د ښځو چارو ریاست ځاې ناستې رییسه عزیزه کریمي وايي چې دولت تل دغو سوداګرو میرمنو ته اسانتیاوې برابرې کړې دي.

د مېرمن کریمي په وینا، د ښځو له‌پاره لومړني ځانګړي سوداګریز مرکز د ناسم موقعیت له امله وده نه ده کړې.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي چې ځايي حکومت د دغه سوداګریز مرکز وضعیت ښه والي او د سوداګرو مېرمنو ملاتړ په موخه د بسټیزو طرحو او پروګرامونو په برخه کې هڅه کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام