
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مسوولانو نن په کابل کې د یوې خبرې غونډې پرمهال وویل چې د سږني زېږدیز کال په لومړیو ۸ میاشتو کې د هېواد په صادراتي توکيو کې د تېر کال په پرتله۳۲ سلنه ډېروالی راغلی.
پهدې غونډې کې د یاد وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال اجمل حمید عبدالرحیمزي وویل چې په تېرو ۸میاشتو کې د هېواد د صادراتي توکیو بیه تر ۴۷۷ میلیونو ډالرو رسېږي.
که څه هم ښاغلی عبدالرحیمزی د ۲۰۱۸ زېږدیز کال په لومړیو اتو میاشتو کې د ۲۰۱۷ کال د لومړیو ۸میاشتو په پرتله د زیاتوالي خبره کوي؛ خو په ۲۰۱۷ کال کې د صادراتي توکیو سلنه نه وړاندې کوي.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال د صادراتي توکیو په اړه هم څه نه وایې؛ خو قالینې، وچې او تازه مېوې، قیمتي او نیمهقیمتي ډبرې او د درملو بوټي د هېواد د صادراتو عمده توکي جوړوي.

ښاغلي عبدالرحیمزي په ۲۰۱۷ کال کې د هېواد د صادراتي توکیو د بیو په اړه وویل چې د ۲۰۱۶ کال په پرتله یې زیاتوالی لرلو او ارزښت یې تر ۱۶۹ میلیونو ډالرو رسېد.
بلهخوا د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مرستیال وویل چې په نږدې یوه میاشت کې به په امتحاني ډول د لاجوردو له لارې له افغانستانه اروپا او له اروپا نه افغانستان ته د صادراتي او وارداتي توکو لېږد ـرالېږد پیل شي.
له همدې لارې په لومړنۍ جوپه کې ښایې قالینې او قیمتي ډبرې ترکیې او د هالنډ روتردام بندر ته ولېږدول شي.
د لاجوردو د لارې پنځه اړخیز هوکړهلیک تېر لمریز کال د »ریکا» په نامه د سیمهییزو مرستو د اوومې ناستې په څنډه کې د افغانستان، ترکمنستان، اذاربایجان، ګرجستان او ترکیې استازیو ترمنځ لاسلیک شو.





