
د افغانستان سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولان وایي، د دوو اوونیو په ترڅ کې چې د چمن او تورخم سوداګریزې لارې پاکستاني چارواکیو تړلي؛ افغان سوداګرو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.
د دې خونې مسوولانو نن سهشنبې د (مارچ پر ۷مه) کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، د تورخم او چمن لارې له دوو اونیو راهیسې تړل شوي، چې دا پاکتان کړنه د اپتا دوه اړخیز تړون، نړیوالو نورمونو او د سوداګرۍ برابري خلاف ده.
غونډې ته د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند خان جان الکوزی وویل، چې د دې درواوزو تړل کېدو د دواړو هېوادونو سوداګرو ته تر ۸۰ میلیونو ډالرو زیان اړولی دی. د ده په خبره، هره ورځ په کراچۍ کې بندر کې د افغان سوداګرو ۱۵۰ کانتینره مال تشيږي، چې راوړل یې په ټپه ولاړ دي.
الکوزی له حکومته او له هغو ټولو نړیوالو سوداګریزو بنسټونو لکه ایکو، سارک او د نړۍ سوداګریز سازمانه چې افغانستان یې غړی دی؛ غواړي چې دې ستونزې ته د حللاره پیدا کړي.

د سوداګرۍ خونې مرستیال هم د هېواد له سوداګرو غواړي، چې له نه باوري او زیانمنو لارو لکه پاکستان چې هر وخت په بېلابېلو پلمو لارې تړي تګ ـ راتګ ونهکړي او له نورو لارو صادرات او واردات وکړي.
د سوداګرۍ خونې د نړیوالو اړیکو رییس اذرخش حافظي هم وایي، چې افغانستان او پاکستان دواړه د ایکو او نړیوال سوداګریز سازمانونو غړي دي. د دغو سازمانونو په قانون کې راغلي چې د غړیو هېوادو له ډلې یو هېواد هم د سوداګریزو لارو د تړلو حق نه لري.
پاکستان دوه اوونۍ مخکې له هغه وروسته د تورخم او چمن لارې و تړلې، چې د هغه هېواد په پنجاب او سیند ایالتونو کې درنې چاودنې وشوې. د دروازو تړلکېدو د دواړو هېوادونو عامو وګړیو او کاوبارانو ته درانه زیانونه اړولي دي.
سره له دې چې پاکستاني چارواکیو د دې دروازو پرانیستنې ژمنې کړې وې؛ خو داسې ښکارې چې لا هم یادې دروازې په بشپړه توګه نه دي پرانېستل شوي.





