ایران د خپلو بازارونو له لارې افغانستان ته سوداګریز توکي قاچاقوي

د نيمروز ولايت سيمه‌ييز مسوولان وايي، ايران د سرحدي بازارونو له لارې افغانستان ته خپل سوداګريز توکي په قاچاقي توګه واردوي.

د ياد ولايت والي سیدولي سلطان وايي، وروسته له هغې چې سرحدي بازارونه وتړل شول له څه مودې راهيسې ايران له دې ولايت سره په ګډه پوله کې « ګمشاد او ګلدان» ناامنه سيمو کې چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دي  خپل توکي افغانستان ته په قاچاقي توګه لېږدوي.

د نوموړي په وينا، ډېری توکي چې له ايرانه په قاچاقي توګه واردېږي تاريخ يې تېر شوی دی.

د نيمروز والي زياتوي، په ځلونو يې له ايرانه غوښتي چې خپل سوداګريز توکي په قانوني بڼه او د ګمرک له لارې افغانستان ته ولېږدوي؛ خو دې هېواد يې غوښتنو ته هېڅ پام نه دی کړی.

نوموړی وايي، څو کاله وړاندې د نيمروز د ولايتي ادارې د چارواکيو او د ايران د سيستان او بلوچستان ترمنځ هوکړه لاسليک شوه چې هره ورځ به  شاوخوا ۲۰۰ موټره سوداګريز توکي له ګمرکي محصول پرته تېرېږي راتېريږي.

د نيمروز د والي سیدولي سلطان  په وينا، دوی چې کله وليدل ايران له دې هوکړې يوه اړخيزه ګټه اخلي نو دا هوکړه يې لغوه کړه.

د ياد ولايت د ولايتي شورا مرستيال گل‌احمد احمدي هم وايي چې د يادو توکيو د قاچاق دوام د هېواد اقتصاد ته زيان رسوي.

په دې اړه مو په کابل کې د ايران د سفارت نظر ترلاسه نه شو کړی.

د نيمروز د سيمه‌ييزو مسوولانو په وينا، دا ولايت له ايران سره ۲۳۶ کیلومټره ګډه پوله لري چې ۸۵ کيلومټره يې بېخي پرانيستې ده.

دوی وايي، څه موده وړاندې په سرحدي سيمو کې د عملياتو په پايله کې ۵ د سوداګريزو توکيو موټر چې په قاچاقي توګه له ايرانه افغانستان ته واردېدل، ونيول شول.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام