
د افغانستان رڼښت موسسې او د روڼتیا څار بنسټ نن په کابل کې خبري غونډې ته وویل چې د فساد په شاخصو کې د افغانستان څلور پلې لوړېدل ښیي چې حکومت له اداري فساد سره مبارزه کې ناتوانه دی.
د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ اجرایوي رییس سیداکرام افضلي وایي، په افغانستان کې له اداري فساد سره د مبارزې وضعیت ښه نه دی او فساد د لوړېدولو په حال کې دی.
د دوی په وینا، افغانستان له سلو د ۱۵ نومرو په اخیستلو د ۱۸۰ هېوادونو په لېست کې په ۱۷۷ نومرو راغلی دی.
یو کال مخکې افغانستان د شفافیت نړیوال سازمان په راپور کې اتم فاسد هېواد شمېرل کېد.
د ښاغلي افضلي په وینا، له فساد سره د مبارزې په نوم یو شمېر بنسټونه له دولته بودیجه اخلي؛ خو تراوسه یې د پام وړ کار نهدی کړی.
دی زیاتوي، داسې بنسټونه لکه معلوماتو ته د لاسرسي د څارنې کمېسیون او د فساد پر وړاندې مبارزې عدلي مرکز چې د ملي یووالي حکومت کې جوړ شوی؛ هېڅکله یې فني او مالي ملاتړ نهدی ترلاسه کړی او دا د حکومت بېکفایتۍ په ډاګه کوي چې دغه بنسټونه یې پیاوړي نهشو کړای.
د افغانستان روڼتیا څار بنسټ مشر وایي، په ځېنو برخو کې مرستندویه هېوادونه هم د فساد پر ضد مبارزې بنسټونو په کارونو کې لاسوهنه کوي.

د افغانستان رڼښت موسسې مشرتابه پلاوي غړی عینالدین بهادري هم وویل چې د ملي یووالي حکومت د اداري فساد پر ضد مبارزه کې ناکام دی.
د ده په وینا، امنیتي بنسټونه، لویه څارنوالي او ځېنې نور بنسټونه په یو ډول د ارګ او سیاسي ډلو تر فشار لاندې دي.
بلخوا د روڼتیا څار بنسټ د اړیکو او حقغوښتنې څانګې مشر ناصرتیموري وایي چې ولسي جرګه هم د حکومتي کارکوونکیو په ګومارنو کې په فساد ککړه ده.
په همدې حال کې د ولسمشر د ویاندویانو دفتر ځایناستي شاهحسین مرتضوي خبري غونډې ته وویل، واقعیت دی چې په بنسټونو کې د فساد ښکارنده شته خو دوی یې پر ضد مبارزه کوي.
د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ وایي چې حکومت د فساد پر ضد مبارزې لهپاره باید یو ځانګړی کمېسیون او اطلاعاتو ته د لاسرسي څارنې ځانګړي کمېسیونونه جوړ کړي او د قضایه قوې او لویې څارنوالۍ خپلواکي او له فساد سره د مبارزه کې د نویو قوانینو جوړول باید په پام کې ونیسي.





