
د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت مسوولانو نن په کابل کې د ولسي تړون پروګرام د لاستهراوړنو، همغږۍ او پلي کولو په برخه کې د بحث په موخه جوړې شوې غونډې ته وویل، تېرو دوو کلونو کې د ولسي تړون پروګرام له لوري ۶ زره او ۶ سوه پروژې پلي شوېدي.
د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت معین عیسی قدرت وايي، د ولسي تړون پروګرام له پیله دوه کاله تېرېږي او دغه پروژې دې مودې کې د هېواد په بېلابېلو ښارونو، ولسوالیو او کلیو کې پلي شوي.
د ښاغلي قدرت په خبره، پهدې پروژو۱۶۰ میلیونه امریکايي ډالره لګښت راغلی دی.
د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت مسوولان همدارنګه وايي چې د پوهنې په برخه کې به هم د ولسي تړون پروګرام له لارې دوو مرحلو کې د ۶ زره ښوونځیو جوړولو چارې پلي شي چې لومړي پړاو کې یې سروې شوې او د ۲ زره او ۶۴۷ ښوونځیو جوړول پیل شويدي.
د دوی په وینا، تېر کال د ولسي تړون پروګرام له لوري افغان ښاریانو ته ۴ میلیونه کاري ورځې برابرې شوېوې او دغه شمېر به په ۱۳۹۸ کال کې ۸.۲ میلیون کاري ورځو ته ورسېږي.





