نړېوال بانک له افغانستان سره ۳۲۵ میلیونه ډالر مرسته وکړه

له افغان دولت سره د دغو ۳۲۵ میلیونه ډالرو وړیا مرستې تړون نن په افغانستان کې د نړېوال بانک د څانګې رییس او د مالیې سرپرست وزیر همایون قیومي ترمنځ لاسلیک شو.

د مالیې سرپرست وزیر همایون قیومي یادې پیسې به د دولت او خلکو لومړیتوبونو ته په کتو د اقتصادي ودې، خلکو ته د ښو خدمتونو رسولو او اداري سمون د دوام په برخو کې ولګول شي.

په افغانستان کې د نړېوال بانک څانګې رییس شوبهم چودري وايي، افغان حکومت ته د دوی له لوري ورکړل شوې پیسې به د ښو خدمتونو وړاندې کولو په موخه د پروګرامونو په طرح او عملي کولو او د اداري ظرفیتونو لوړولو برخه کې چې له مخې به یې ګڼ شمېر ځوانانو ته د کار اسانتیاوې برابرې شي، د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري ولګول شي.

دغه راز د یادو پیسو ۲ سوه میلیونه ډالر به کورنیو بې‌ځایه شویو او بېرته راستنو شویو کډوالو ته په ښارونو کې د بوختیا موندلو او د مناسب چاپېریال برابرولو برخه کې ولګول شي.

د دې ترڅنګ ۵۰ میلیونه ډالر به یې د تلپاتې پراختیا، کار او د ژوند چاپېریال جوړولو په موخه د ۹ ولایتونو په مرکزونو کې پانګونه وشي چې له مخې به یې د ښاروالیو ظرفیتونه لوړ، مدیریت یې ښه او زېربناوې رامنځته شي.

افغانستان سره د نړېوال بانک ۴۰۳ میلیونه ډالر مرسته

نړۍوال بانک له افغان حکومت سره ۶۹۱ میلیونه ډالره مرسته وکړه

نړېوال بانک د پُستي خدماتو په برخه کې له افغانستان سره ۱۰ میلیونه ډالرهمرسته کوي

د دغو پیسو ۷۵ میلیونه نورې به د بشري سرچینو او اداري سمون (د بدلون پروژې) ظرفیت لوړولو ته بېلې شي.

د مالیې وزارت د شمېرو له مخې، نړیوال بانک له ۲۰۰۲ کال راهيسې د افغانستان پراختیایي پروژو لپاره له ۳۸۵ میلیارډ ډالرو د زیاتې مرستې ژمنه کړې ده. 

دغه راز د افغانستان بیارغاونې امانت صندوق چې مدیریت یې د نړیوال بانک پرغاړه دی، دغه بانک ۱۰۳میلیارډه ډالر د حکومتوالۍ، سمون، پوهنې، روغتیا، کرنې، د کلیو پراختیا، بشري سرچینو، ټولنیزې پراختیا، انرژي او زېربناوو برخه کې مرسته کړې ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام