
د کرنې، اوبو لګولو او مالداري وزارت شمېرو پر بنسټ، په ۱۳۵۷ لمریز کال کې د افغانستان شاوخوا ۱.۹۹ میلیونه هکټاره ځمکه په ځنګلونو پوښل شوېوه چې د هېواد ۳ سلنه خاوره یې جوړوله. لهدې برخې څخه ۹۵ سلنه یې طبیعي ځنګلونه او ۵ سلنه نور یې هم مصنوعي هغه وو.
د کرنې وزارت د ملګرو ملتونو د کرنې برخې او د خوړو نړۍوال سازمان شمېرې ښيي چې د درېیوو لسیزو جګړو له امله په ۱۳۸۱ لمریز کال کې هېواد کې د ځنګلونو تر پوښښ لاندې سیمې ۱.۳۴ میلیونو هکټاره ځکمې ته راټیټې شوېدي.
د کرنې وزارت د ځنګلونو برخې چاواکي وايي، د کورنیو جګړو په ترڅ کې تر ډېره هېواد کې د پستې ځنګلونه وهل شويدي. د دوی په وینا، د پستو ځنګلونو له ۴۵۰ زره هکتاره ځکمې څخه تر ۵۰ سلنې پورې له منځه تللي دي.
ناامني، بېوزلي او د ځمکې هوا بدلېدل هېواد کې د ځنګلونو د پرېکولو اصلي لاملونه بلل کېږي.
لهدې سره د کرنې، اوبو لګونې او مالداري وزارت د ځنګلونو مشر محمدامان امانیار له سلاموطندار سره خبرو کې د ځنګلونو له بیا احیا کولو خبر ورکوي.
ښاغلي امانیاز زیاته کړه، د دوی د ۲۰۱۶ کال د نباتاتو د پوښښ نقشه ښيي چې ځنګلونه له یو اعشاره ۷ سلنې نه، دوه اعشاریه ۸ سلنې ته ښه شوي دي.
ښاغلی امانیار همدارنګه وايي، د کرنې وزارت تېرو شپاړسو کلونو کې شاوخوا ۱۰ زره هکټاره ځمکه کې د پستې او جلغوزیو ځنګلونه احیا کړي او لویو ښارونو کې یې شنه کمربندونه هم پراخه کړيدي.
د کرنې وزارت د ځنګلونو رییس په نظر، د ښار د شینوالي په موخه په منځنۍ کچه د شنوخونو له لارې کال کې دوه میلیونه نیالګي تولیدېږي او ټولو دولتي بنسټونو، ښاري سیمو، شنو کمربندونو او د ځنګلونو ټولنو ته وېشل کېږي.

په طبیعي ځنګلونو د فشار کمولو لهپاره د مصنوعي چنارونو او د ژر غټېدونکيو ځنګلونو لړۍ پیلول، له چاپېریال څخه د ساتنې لهپاره د کرنې وزارت له نورو مهمو کارونو څخه دي.
خو له چاپېریال څخه د ساتنې ملي ادارې د پلان او پالیسۍ معین عبدالولي مدقق د کرنې وزارت له لوري د ځنګلونو ۲.۸ سلنه زیاتوالی مبالغه بولي.
ښاغلی مدقق سره لهدې چې د ځنګلونو بیا احیا کول مهم بولي؛ خو زیاتوي، لومړي ګام کې باید د هېواد طبیعي ځنګلونو ساتلو لهپاره د ځنګلونو له پرېکولو او قاچاقه په جدي توګه مخنیوی وشي.
د افغانستان ډېری ځنګلونه په خوست، ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې دي او په تېرو څو لسیزو کې تر ټولو زیات لرګي له همدې ځنګلونو پرې شوي او پاکستان ته قاچاق شويدي.
د خوست د کرنې ریاست د طبیعي منابعو او ځنګلونو مشر حسیبخان احمدزی او د کونړ ولایت د کرنې ریاست مشر انعامالله ساپی پهدې دوو ولایتونو کې د ځنګلونو د پرېکولو له جریانه د اندېښنې د څرګندولو ترڅنګ، د ځنګلونو له پرېکولو څخه په مخنیوي ټینګار کوي.
دوی وايې چې په ځېنو سیمو کې ځنګلونه د سېلابونو له امله تخریبېږي او په ځېنو سیمو کې د ځايي خلکو لوري وهل کېږي چې دواړه یې یو له بله ډېر زیانمنوونکي دي.
پر دې ټولو سربېره د کرنې وزارت د ځنګلونو برخې چارواکي وايي، د ځنګلونو او څؤځایونو مدیریت لهپاره د دې وزارت په ۵ کلنې تګلارې کې نږدې ۲۴۸ میلیونه ډالره په پام کې نیول شوي او که مرستندویه هېوادونه او مالیې وزارت دغه پیسې د کرنې وزارت په واک کې ورکړي؛ لسګونه زره ځنګلي نیالګي، څړځایونه او حفاظت شوې سیمې به احیا او د ساتنې تر چتر لاندې راولي.





