
د زراعت، مالدارۍ او اوبو رسونې وزیر نصیراحمد دراني په کابل کې د ژر رسېدونکیو مېوو او ترکاریو لهپاره د جوړ شوي نندارتون مراسمو ته وویل چې د کروندګرو تر ټولو عمده ستونزه د هغوی د تازه مېوو او ترکاریو د ساتلو لهپاره د معیاري سړخونو نهشتوالی دی.
ښاغلی درانی د سړخونو د جوړولو د پلان، ډیزان او جوړښت په اړه خبر ورکوي او زیاتوي چې کارونه د تداراکاتو ملي ادارې ته لېږل شويدي.
د زراعت، مالدارۍ او اوبو رسونې وزیر په خبره، د کرنیز محصولاتو د رشد لهپاره باید د کروندګرو ملاتړ وشي. دی هیلهمن دی چې وروستي بارانونه به په هېواد کې د کرنیزو محصولاتو په ډېروالي مهم اغېز ولري.





