مرکزي بانک: د بهرنیو پيسو پروړاندې مو د افغانۍ ارزښت ساتلی دی

د افغانستان مرکزي بانک چارواکي وايي، چې په  ۱۳۹۴ لمریزکال کې د بهرنیو پيسو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت   ۱۷سلنه رالویدلی و، خو په ۱۳۹۵ لمریز کال کې ۲ اعشاریه ۵ سلنه بیرته لوړ شوی دی.

دوی پروینا ۱۳۹۶ لمریز کال به  اقتصادي او پانګونې ودې له اړخه ښه کال وي.

د مرکزي بانک رییس خلیل صدیق نن (شنبه ډسمبر۳۱مه) د یوې خبري ناستې پرمهال وویل، چې  ددغه بانک یوه لاسته راوړنه د بهرنیو پيسو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ساتل ده.

د صدیق پر وینا د هېواد د پيسو زیرمه روان کال ۴۰۰ میلیونه ډالره زیاته شوې او ترڅنګ يې دغه بانک ۴۳ میلیارده افغانیو په ارزښت بیه لرونکې پاڼې هم پلورلي دي.

د مرکزي بانک رییس په هېواد کې د پيسو  پړسوب ۴ اعشاریه ۶ سلنه بولي، خو بیا هم  دغه حالت انديښمنونکی بولي.

د صدیق په اند ۱۳۹۶ لمریز مالي کال به په اقتصادي او پانګونې برخه کې له لاسته راوړنو ډک کال وي.

هغه وویل: "موږ وړاندوینه کوو چې ۱۳۹۶ لمریز کال به د پانګونې له اړخه په افغانستان کې یو ښه کال وي ددې ترڅنګ چې تاسې ستونزې هم اورﺉ د نړۍ اکثره هېوادونه وړاند وینه کوي چې له امنیتي اړخه ژمن یو افغان دولت هم جدي هوډ او ډاډ ورکوي چې د اقتصادي او پانکونې برخه کې ښه کال ولري."

د مرکزي بانک دغه خوشبیني داسې مهال ده، چې د اقتصاد پوهانو په اند راتلونکی کال به ښايي د نا امنیو او جګړو زیاتوالي په سبب له اقتصادي او پانګونو پلوه ستونزمن کال وي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام