
ټاکل شوې ده، راتلونکې اوونۍ کې ولسي جرګې ته د ۳۱۹۶ لمریز مالي کال د بودیجې طرحه د تصویب له پاره وړاندې شي.
شاوخوا ۲۰ ورځې مخکې د ۱۳۹۶ لمریز کال د ملي بوديجې طرحه د ځېنو نیمګړتیاوو له امله د ولسي جرګې له خوا رد شوې وه؛ خو اوس د دې جرګې د مالي او بودیجوي چارو کمېسیون د بویجې د تصویب په اړه ډاډ ورکړی دی.
د جرګې د مالي او بودیجې کمېسیون مرستیال انجنیرکمال ساپي سلام وطندار ته وویل، چې د ۱۳۹۶ مالې کال د ملي بوديجې په طرحه کار روان دی او د سمونو ۹۰ سلنه کار یې بشپړ شوی دی.
د ولسي جرګې د مالي او بودیجې کمېسیون مرستیال هیله من دی، چې په راتلونکې اوونې کې د بودیجې سند د ولسي جرګې له خوا تصویب شي.
ده زیاته کړه، د ځېنو مواردو په اړه د وکیلانو نیویکې رفع شوي او حکومت او پارلمان ګډ کار کوي، چې پاتې ستونزې هم حل کړي.

د ساپي پر وینا، په بودیجه کې کموالی یا زیتوالی نه دی راغلی؛ خو د هغې په سند کې ځېنو پروژو ته چې د عملي کېدو امکانات کم او و ډېرې پیسې هم ورته په پام کې نیول شوې وې، خو دوکیلانو او حکومت په مشوره دا پیسې ځېنو نورو پروژو ته چې د عملي کېدو امکانات یې ډېر دي، لېږدول شوې دي.
د جدي پر لومړۍ نېټه د ولسي جرګې غړیو د ۱۳۹۶ کال ملې بوديجې طرحه د یو شمېر نیمګړتیاوو له امله رد کړې وه. د ۱۳۹۶ مالي کال ملي ته څه دپاسه ۴۶۶ ملیارده افغانۍ بودیجه جوړه شوې وه، چې ۲۸۷ ملیارده یې عادي او ۱۷۸ ملیارده افغانۍ یې پراختیایې هغه ده. د عادې بودیجې ۳۴ سلنه کورني عواید او ۶۶ سلنه یې بهرنۍ مرستې تشکیلوي.





